ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 07, 2022
3 years ago
1,823 views
ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟

ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟
عبدالوافي نایبزی 

ډېری ملگري رانه پوښتنه کوي، چې ته وايي اقتصادي حالت په ښه کېدو دی، او افغانۍ هم ارزښت پيدا کوي، نو بیا ولې د توکو قیمتونه نه راټېټېږي، قیمتي خو ورځ تر بلې ډېره ده، زه فکر کوم: 

لومړی، دلته تل اصنافو (له خورا کمې استثنا پرته) لاس یو کړی‌دی او له ولس يې زور ویستی دي. زما له دې خبرې هدف دا دی، چې سوداگر او هټیوال په هېڅ وخت کې تاوان نه‌دی کړی، بلکې د نرخونو د لوړېدو او ټيټېدو ټول زور له ولس وتی دی. 

دوییم، په ازاد بازاد کې د توکو نرخ سوداگر ټاکي، په «کپټالېسټي» او «مختلط اقتصادي» نظامونو کې هر څه د صادرونکي او واردوونکي لاس کې وي، که څه هم افغانستان غوندې هېوادونو کې چې د کمېونیسټي اقتصاد یوه کوچنۍ څپه يې هم تېره کړي‌وي، په «مختلط اقتصاي نظام» کې حکومت یو څه د لاس‌وهنې واکونه لري، خو سمه استفاده ترې نه‌شي کولای. 

درېیم، انحصار باید مات شي، تاسې وگورئ، زه په‌خپل ښار «جلال‌اباد» کې د داسې دولتي پمپونو کرایه‌دار او اجاره‌دار پېژنم، چې له تېرو ۱۵ یا ۲۰ کالونو راهيسې یو دولتي پمپ ورسره دی، دا ولې؟ ولې ترینه هر کال په نرخ‌ورکولو کې بل څوک نه‌شي مخکې نه‌تلای؟ جالبه ده، چې تېر کال يې يو پمپ په ۵۰زره افغانۍ نېولی‌وو، اوس يې کابو ۱۵لاکه افغانۍ د میاشتې ونېو، د تېلو نرخ به ښه راټيټ شي؟ تېل که له بېرون څخه لېټر په ۳۰ افغانۍ راوارد شي، نو دوی به یې اوس څو پلوري، چې د یو پمپ د میاشتې ۱۵لاکه افغانۍ کرایه پوره کړي. او دا انحصار له حکومت پرته بل څوک نه‌شي ماتولای. 

څلورم، ځینې سکټورونه باید حکومت په‌خپل لاس کې واخلي، ما یو ځل مخکې په «پراېوېټايزېشن» بحث کړی‌وو، چې ځینې کارونه باید خصوصي سکټور ته وسپارل شي، خو تاسې پوهېږي، کله چې خصوصي سکټور انحصاري‌توب پیل کړي او حکومت هم مجبور وي، د قیمتۍ د کنټرول بله لاره ورته نه‌وي پاتې، نو یوازینۍ لاره بیا د یو خصوصي تشبث دولتي کول یا Nationalize کول دي، زما مشوره که وای، نو وړه، تېل او بوره مې له خصوصي سکټور څخه وېستل او دولت به په‌خپله له گاونډیانو واردول، یوازې د ټرانسپورټ لگښت به پرې اضافه کېده او اضافي گټه به پرې نه‌جمع کېدله. 

پنځم، تولیدوونکي باید وهڅول شي، دا ښکاره خبره ده، چې د افغانستان اقتصاد وارداتي او د سیمې هېوادونو په صادراتو ولاړ دی، خو که ولیدل شي، نو ډېر داسې توکي به په بازار کې ومومئ، چې افغانستان کې يې د تولید ظرفیت شته، حکومتي او خصوصي سکټور کولای شي چې د Public-Private Partnership (PPP) پر بنسټ په شریکه سرمایه‌گذاري وکړي، یو ټکی باید په پام کې ونیسو، چې احتیاج تل د کمزورۍ په مانا نه‌وي، ځینې وخت احتیاج د ایجاد او نوښتونو لامل گرځي، اوس يې ښه وخت دی.

Related Articles

Dec 06, 2021
2,583 views

که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري، که د شپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې ترسره کړئ!   ټول بالغ انسانان په څلور ویشت ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري، خو داسې کسان شته چې په څلور ویشت ساعتونو کې پینځه یا شپږ ساعته خوب کوي، لږ خوب کول هم د روغتیا لپاره ضرر لري او...

Oct 30, 2020
2,572 views

مرز منفور

مرز منفور (معرفی کتاب نفرین دیورند) نوشته ی مصطفی عمرزی وقوع دیورند در تاریخ افغانستان، واقعی ترین معنی یک مرز منفور است. راجع به این تراژیدی، آثار، کتب و مباحث زیادی ارائه شده اند که اگر جلو آگاهان آن ها قرار داده شوند، نو نیستند؛ اما این، به معن...

Jan 05, 2023
895 views

نگاهی مجدد به ضرورت حجاب || A renewed look to the necessity of hijab

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar حجاب که در لغت به معنای پوشش است، در مفهوم معروف آن غالباً به پوشش زنان گفته می‏شود، در حال که پوشش یک واژه‏ی عام است و با استفاده از اصول...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,511 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...