ژوند څه شی دی؟

A
Arsalan
Author
Jun 15, 2022
3 years ago
8,997 views
ژوند څه شی دی؟

وایي: 

"ژوند د B څخه تر D پورې دی

خو د B او D تر منځ C دی؛ نو C څه شی دی؟"

ژوند د زیږون څخه تر مړینې (مرګ) پورې دی او تر منځ یې انتخاب، غوره کول او پریکړه شتون لري.

زیږون/زیږېدل = B=Birth

مرګ/مړینه = D=Death

انتخاب/غوره کول = C=Choice

ژوند د انتخابونو او پرېکړو یوه ټولګه ده، نو باید ښه ژوند وکړو!

ژوند نن دی، پرون تللی دی او سبا کېدای شي هیڅکله را نه شي.

ژوند ته کله حېران شو، ولې داسې دی؟

ژوند لکه یو روان پُل دی کله یوه خوا ځي او کله بله خوا؛ نږدې وي چې انسان یوه لور ته وغورځوي.

ژوند د یوې ونې بڼه لري په ونې څلور موسمونه راځي پسرلی، اوړی، منی او ژمی؛ د انسانانو ژوند کې هم همداسې موسمونه راځي.

ژوند یو ګل دی؛ لومړی پُڼډک کوي، بیا لږ لږ او ورو ورو غوړیږي، بیا بشپړ ګل شي او خپل بوی خوَروي؛ . . . بیا مړاوی کیږي، ورو ورو رژیږي او له منځه ځي.

ژوند یو باد دی؛ کله د ګَرد او خاورو سره وي، سترګې کې لِوېږي او ډېر بد لګیږي؛ . . . کله بیا نرم او ملایم نسیم ترې جوړ شي تَپ او ګرمۍ لېرې کوي او ډېر ښه لګیږي.

ژوند لکه یو لوَړ غر دی؛ ځينې برخې یې سمې او هوارې لارې لري تګ پرې ډېر آسانه وي؛ . . . . . خو ځینې برخې یې ناسمې، سختې او ډېرې غټې غټې تیږې لري او تلل پرې ډېر ستونزمن وي.

ژوند څه دی؟

ژوند یوه ډالۍ ده، مونږ ورته ارزښت ورکوو.

ژوند یوه زړورتیا او جرأت دی، مونږ یې ننګوو.

ژوند یو راز دی، مونږ ترې زده کړه کوو.

ژوند یوه معما ده، مونږ یې حلوو او ځواب یې پېدا کوو.

ژوند یو فرض دی، مونږ یې ادأ کوو.

ژوند یوه لوبه ده، مونږ دا لوبه کوو.

ژوند یوه مبارزه ده، مونږ ورسره مخ کیږو.

ژوند یو غم دی مونږ یې له منځه وړو.

ژوند یوه ژمنه ده، مونږ یې پوره کوو.

ژوند یو چانس دی، مونږ ترې ګټه اخلو.

ژوند ښکلی دی، مونږ یې مَنو.

زمونږ ژوند خپل ژوند دی نو باید ښه ژوند وکړو! 

مننه؛ بریالي اوسئ.

 لیکنه او ژباړه:

عبدالرشید “صمد نجاب”   

Related Articles

Jan 13, 2021
8,248 views

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه.

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه. ژور خفګان (depression)یوه روحې ناروغې ده چي هدف ورڅخه اوږد مهاله خفګان، درد، غم، کسالت،او زړه تنګوالی دی. خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مو...

Mar 15, 2024
1,101 views

د یو ریال خوشحالی -سعودی ملیاردر

‏سعودى ملياردر راجحي وايي: زه ډېر غریب وم!د مکتب په سیاحتي چکر کې مې برخه نه شوه اخیستی، که څه هم له یو شاګرد یو ریال اخیستل کېده، کورنۍ ته مې وژړل، خو هیڅ مدرک مې ونه موند، په ټولګي کې مې له چکر یوه ورځ مخکې یو سوال ته سم ځواب ورکړ، استاد یو ریال را...

Dec 03, 2025
1,663 views

سيد ادريس سادات

سيد ادريس سادات ادب د احساساتو هغه ژبه ده چې چې د زړه غږ د کاغذ په سپين مخ ثبتوي . ليکوال د ټولنې د فکر ساتونکی وي او د راتلونکي نسلونو د شعور لارښود وي. له دغو ملغلرو څخه د دې زمانې د ادب پر سرشاره ځمکه راټوکېدلی نوم *سيد ادريس سادات* *سيد ادريس سا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,243 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,426 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...