To start downloading books

Please sign in or create an account.

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

پر خلکو ګرانښت او ټولنیز محبوبیت د ډېريو انسانانو هیله وي؛ خو کم خلک پر دې راز پوهېږي چې څنګه پر خلکو ګران شي. موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې ځینې مهمې لارښوونې درته ولرو. ترڅو پر خلکو ګران شئ.  

• مُسک اوسئ!

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک له دې کبله د خلکو بدې شي، چې په هر ډول حالاتو کې یې ټنډه تروه وي؛ نو تاسو له دې عادت څخه ځان وساتئ او برعکس د مُسک اوسېدلو هنر زده کړئ. مُسکا د ګرانښت تر ټولو مهمه او وړیا لاره ده. خو مه هېروئ، چې هر ځای د مسکا هم نه وي. له خلکو سره د مخ کېدو پر مهال، د خدای په امانۍ پر مهال او د مجلس پر مهال ورین تمندی درلودل ستاسو محبوبیت ډېروي.  

• خلکو ته په احترام قایل شئ!

که له خلکو د ګرانښت او درنښت تمه لرئ؛ نو لومړی باید همدا عادت تاسو خپل کړئ. مهمه نه ده، چې ډېری تشريفاتي حرکات وکړئ. مثلا کله چې روغبړ کوئ، په مینه یې وکړئ، که څوک معرفي کوئ په ښکلو الفاظو یې معرفي کړئ، همدارنګه هغه القاب ورته وکاروئ، چې پوهېږئ مقابل لوری پرې خوشحالېږي. همدا چارې کافي دي، چې ستاسو ټولنیز محبوبيت تضمین کړي.  

• با درکه اوسئ!

مثلا که یو څوک له ژونده شکایت کوي، بابیزه یې مه ګڼئ. دقیق ورته غوږ شئ او ځان پوه کړئ، چې مقابل لوری ولې ځورېږي. شاید تاسو هېڅ ډول مرسته و نه شئ کړای؛ مګر کولای شئ ډاډ ورکړئ. یا حد اقل همدا چې د نوموړي خبرو ته په غور غوږ وئ د هغه په زړه کې ستاسو ځای پیدا کوي. با درکه اوسئ، ترڅو ګرانښت ترلاسه کړئ.  

• نزاکتونو ته پام وکړئ!

په ټولنه کې د ګرانښت او محبوبیت پیدا کولو لپاره اجتماعي نزاکتونو ته پام کول تر هر څه مهم بلل کېږي. د یوه فعال او پوه انسان په توګه باید د ټولنې حساسې نقطې وپېژنئ. پر دې هم باید پوه شئ چې ستاسو شاوخوا خلک له څه ډول حرکاتو سره حساسيت لري. مثلاً په افغاني ټولنو کې د کورنو مخې ته درېدل، په لوړ غږ موسیقي غږول، بې احتیاطه موټر چلول، نامناسب ويښتان او کالي جوړول، هغه څه دي چې خلک ترې بد وړي؛ نو له دې ډول کارونو ځان وساتئ ترڅو محبوب شئ او د خلکو له پامه بدې نه شئ.  

• ارزښت ورکړئ!

کله چې تاسو کوم کس ته ارزښت ورکوئ، حتمي ده چې مقابل لوری هم ستاسو پور ادا کړي. مثلا یو څوک ناروغ دی، پوښتنه یې وکړئ. یا یو کس اړمن دی، تر خپله وسه همکاري وکړئ. د خلکو نومونه او تخلصونه زړه کړئ، دا هغه څه دي، چې مقابل لوری فکر کوي تاسو ته ارزښت لري او د همدې کار له برکته تاسو د هغه په زړه کې ځای پیدا کوئ؛ نو ارزښت ورکړئ ترڅو خپله هم ارزښتمن شئ. 

Related Articles

وردګو ولايت شاعران - منوګراف

د پيل خبرې   که څه هم پښتو ژبه د لرغونو اثارو په برخه کې له تحریري اړخه ډيره بډایه نه ده، او یوازینی لامل یې هم ښايي دا وي چې په پخوانیو وختونو کې زموږ په هېواد کې لوستي کسان ډېر لږ او په ډېرو سیمو کې ان دنشت په حساب وو، خو سره له دې هم موږ دهېواد په ګڼ شمېر سیمو کې نالوستي شاعران په پریمانه کچه درلودل خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې ډېرو یې ډې...

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې!لومړۍ برخه: په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ اغېز!په اسلامي شریعت کې د لومړنیو مبادیو نه یوه مبدا دا ده چې جنایتکار د ناروا کار په کولو باندې نه نیول کېږي، څو یې په تحریم باندې پوره پوه نه وي، او که نه نو مسولیت پرې نشته، د نا روا کار په تحریم باندې د پوهې په برخه کې دا کافی ده،...

ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

ځينې خلك  خوښوي چې پلان جوړ كړي تر هغه زيات څه وكړي چې وخت اجازه ور كوي. ځينې خلك په دې كې ناكامه كيږي چې ناممكنه هدفونو ته ورسيږي خو زه په دې باور يمه چې هر كار ممكنه دى او كيږي. د خوشبينۍ له پاره ډير كلاسيك تعريف چې شوى هغه دا دى چې خوشبيني هغه باور دى چې تا ته ښه راتلونكى په مخ كې دى او پر مشكلاتو د بريالي كيدو له پاره ډير لږ وخت پاتې دى . په ي...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...