پنځه هغه کړنې چې تاسو یې له کبله خپل محبوبيت لاسه ورکوئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 12, 2022
3 years ago
1,914 views
پنځه هغه کړنې چې تاسو یې له کبله خپل محبوبيت لاسه ورکوئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که تاسو او یا ملګري مو دا عادتونه لرئ، ترې منع یې کړئ. که نه ډېر ژر به د خلکو له پامه بدې شئ؛ نو ښه ده چې خپل ځانونه ترې وساتئ!  

• تجسس

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک کوشش کوي چې د خلکو له ټولو رازونو خبر اوسي. همدې چارې ته تجسس ویل کېږي. دا ډېر بد عادت دی. آن تر دې چې الله ج هم ترې منع فرمایلې ده. نو هېڅکله تجسس مکوئ. دا کار هم ګناه ده او هم د خلکو په زړونو کې ستاسو محبوبیت بېخي له منځه وړي.  

• بې ځایه پوښتنې کول

د یو پوه او با نزاکته انسان په توګه هېڅکله داسې پوښتنې مکوئ، چې په تاسو پورې اړه و نه لري. مثلاً: آیا کور مو خپل دی؟ ولې واده نه کوې؟ اولادونه دې ولې نشته!؟ دا او دې ورته پوښتنې لومړی خو ډېره بې نزاکتي او بې ادبي ده. ددې ترڅنګ که دقیق ځیر شو دا مسایل په موږ پورې هېڅ اړه نه لري نو ولې یې باید وپوښتو!؟ زموږ د دویمې توصیې په توګه دا ومنئ چې له هېچا بې ځایه او بې معنا پوښتنې مه کوئ. که نه ډېر امکان شته، چې خلک درڅخه نفرت وکړي.   

• راز نه ساتل

که تاسو هم یو له هغو کسانو څخه یئ چې د ملګرو او نورو خلکو راز نه شئ ساتلای؛ نو ومنئ چې ډېر ژر به د خلکو له پامه بدې شئ. ددې کار یو تاوان دا دی، چې خپل باور له منځه وړئ. بله ستونزه دا زېږوي چې نور مو هېڅوک ملګری نه حسابوي او پدې توګه تل یوازې پاتې کېږئ.  

• ډېرې/بې معنا خبرې کول

تاسو به هم اورېدلي وي چې فلانی "کړتو" دی. کړتو هغو کسانو ته ویل کېږي چې ډېرې او بې ځایه خبرې کوي. که دا ډول خلک مجلس ته راشي؛ خلک یو بل پر اشارو پوهوي چې مجلس ترک کړي. ځکه چې هغوی پوهېږي د نوموړي کس له لاسه به دوی ته د خبرو نوبت ور و نه رسي او پخپلو بې ځایه خبرو به د هغوی ماغزه وخوري. نو د یو هوښیار انسان په توګه کم غږېږئ او یو ښه اورېدونکی اوسئ.  

• درواغ ویل  

دروغ ویل یو خو له دینې اړخه هم یوه ګناه بلل شوې؛ خو له بله اړخه ټولنیزو اصولو له مخې ډېر بد عادت بلل کېږي. دا چاره هم ستاسو باور ختموي او خلک هڅه کوي چې له دې ډول خلکو لرې اوسي؛ اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی، چې څه کول غواړئ؟ که د خلکو محبت غواړئ نو له پورتنیو عادتونو ځان وساتئ او که نه نفرت حتمي مومئ. 

Related Articles

Mar 24, 2021
1,919 views

ناظران وابسته

ناظران وابسته مصطفی عمرزی ماجرای استخدام 700 تاجک که بیشتر از منطقه ی پنجشیر بودند، از جمله ی اخباری بود که هنگام دو هفته ی اول جراحت اسدالله خالد در پُست ریاست عمومی امنیت ملی، اتفاق افتاد. همان زمان یگانه تلویزیونی که این مساله را جداً خبری ساخت،...

Dec 28, 2020
2,843 views

د مازدیګر خیالونه

ماز دیګرو، د ای-پي-جي- عبدالکلام  کتاب ( ویښ ملت) می لوستلوو، ستړی شوم، کمپیوټرمې بند کړه او بیرون په چکر ووتم. هوا ډیره ښکلي وه؛ څرنکه چې د پسرلي موسم وو، د طبیعت یوه ځانکړي ښکلا او ځلا په سترګو کیده. زه د خپلو نورو ملګرو سره پوهنتون ته نږدی په یو ک...

Jul 25, 2020
3,270 views

د کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوونکي پلار باندې نيوکې

نن سبا په ټولنيزو رسنيو هغه امريکايي پلار باندې نيوکې کېږي، چې وايي د کتاب د لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوي. هغه وايي چې د ١٦٠ مخونو کتاب په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي. د سان فرانسيسکو په بى ايريا کې اوسېدونکي ډيويډ ووډلېنډ تېره اونۍ په ټ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,503 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,357 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,628 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...