پنځه تباه کوونکي عادتونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 07, 2022
3 years ago
1,888 views
پنځه تباه کوونکي عادتونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که دا عادتونه لرئ، همدا نن ترې لاس واخلئ؛ که نه ډېرې بدې پایلې به وګورئ.  

خلک به څه ووایي؟

که تاسو هم تل خپل پلانونه له دې امله نه عملي کوئ، چې خلک به څه ووایي؛ نو ډېر ژر به له ناکامیو سره مخ شئ. موږ ته د ژوند کولو یو چانس راکړل شوی. که په دې کې هم زړه نا زړه شو ناکامېږو. دا مه هېروئ چې خلک هېڅکله له خبرو لاس نه اخلي. که هر څومره ښه/بد شئ خلک مو نه پرېږدي؛ نو د خلکو پر ځای د خپل وجدان او انسانیت تابع شئ او د همدې دوو واورئ.

• وخت ضایع کوئ!

که تاسو هم په ډېرو لوبو، ټوکو ټکالو، انټرنیټ او نورو بې معنا کارونو خپل وخت ضایع کوئ، نو ډېر ژر به د ناکامۍ اعلان واورئ. زموږ توصيه دا ده، چې وخت ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکړئ او سمه استفاده ترې وکړئ.  

• په بې معنا کارونو پیسې مصرفوئ!

که د خپلو پیسو په اړه بې غوره یئ او بېځايه یې مصرفوئ، په حقیقت کې د خپلې تباهۍ لپاره کنده جوړوئ. دا په دې معنا نه ده، چې تاسو دې له شتمنیو سره مینه وکړئ؛ خو پدې معنا حتما ده، چې پیسې بې ځایه مه مصرفوئ ترڅو په سختو شرایطو کې ترې ګټه واخلئ. 

• اقدام نه کوئ!

تاسو به هم لیدلي وي، ځینې خلک فقط او فقط خبرې کوي. پلانونه جوړوي او هيلي لري؛ خو ددې ټولو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ عملي اقدام نه کوي. دا ډله خلک فقط او فقط ناکامي ویني. ځکه چې نتیجه په خبرو نه ترلاسه کېږي. هر هدف کار، زحمت او خواري غواړي. نو عملاً اقدام کوئ او نتیجه ووينئ.  

• تمه کوئ!  

له ملګرو، خپلوانو او آن کورنۍ تمه کول تاسو تباهۍ ته بیايي. په دې معنا چې تاسو به د بې ځایه تمې له کبله خپله زحمت نه وباسئ او په دې توګه به د لټۍ پر بلا واوړوئ او د کار کولو ځواک/انرژي به له لاسه ورکړئ. نو زموږ لارښوونه دا ده، چې هېڅکله له نورو تمه مه کوئ. یوازې او یوازې پر خپل زحمت او توکل باور ولرئ.

Related Articles

Jan 16, 2022
1,550 views

کابریکا - درېیمه برخه

کابریکا - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ! دوی د موټر په پای کې ناست وو، ترڅو نور ښکته کیدل سلیمان انډریو ته وویل:- ګوره چې دباندې خبرې ونه کړې زه و...

Jan 20, 2026
1,318 views

خواجه زی

پښتو ناول لیکوونکی خواجه زی  پېژندنه: زه خواجه زی یم، د پښتو ادب مینه‌وال او لیکوال. د ژوند ساده کیسې، مینه، ډرامه، او د کلیو ژوند مې د خپلو ناولونو او کیسو موضوع ګرځولې ده. زه هڅه کوم چې پښتو لوستونکو ته تازه، روانه او زړه راښکونکې کیسې وړاندې...

Jul 06, 2020
6,790 views

پلان څه شی ده؟

پلان له وړاندي څخه  جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو. مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي. د پلان په وسیله کولی شو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,994 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,207 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,204 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...