لس طلایي لارښوونې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 05, 2022
3 years ago
2,264 views
لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ.

• هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ!

• ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه کوئ.

• هره ورځ مطالعه کوئ. د مطالعې په مرسته خپل ذهن فعال او متحرک ساتئ.

• په خوراک کې ډېر دقیق اوسئ. ډېر او غیر صحي خواړه مه خورئ.

• هغو څیزونو ته چې عاجله اړتیا نه لرئ، مه اخلئ. که داسې وکړئ، یوه ورځ به د ډېرو ضروري شیانو پلورلو ته اړ شئ.

• حتما یوه اندازه پیسې سپما (ذخیره) کوئ، چې په سختو شرایطو کې مو په درد وخوري.

• د خپل وخت ډېر خيال ساتئ. یعنې بې ځایه وخت مه تېروئ.

• بې خوبي مه کوئ. په ۲۴ ساعتونو کې حتما له ۶ تر ۸ ساعتونو خوب کوئ.

• تل پاک او منظم ګرځئ. دا کار ستاسو د کارونو په ښه والي کې رغنده رول لوبوي.

• خپلې کمزورۍ او نيمګړتياوې په نښه کوئ او له منځه وړئ. په دې توګه به ډېر ژر د پرمختګ لاره طی کړئ.

ریاض مقامزی

Related Articles

Jul 22, 2023
1,459 views

میلیاردر چاک فینی

دا سړي چاک فيني نوميږي. هغه د Duty Free بنسټ ايښودونکو دي. هغه 7,6 مليارده ډالر سرمايه لري. هغه 88 کلن دي. هغه موټر نلري.هغه په طياره کې په اقتصادي تکت سفر کوي. هغه يو کرايي اپارتمان کي ژوند کوي. هغه يو 15 ډالرو ساعت، څو جوړه ارزانه جامې لري. هغه په...

May 27, 2025
1,094 views

د پیسو چاپ او کنټرول

۱. د پیسو چاپ څه ته وايي؟ د پیسو چاپ هغه بهیر ته ویل کېږي چې یو هېواد له خپل مرکزي بانک څخه نوي پیسې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. دا پیسې کولای شي کاغذي وي، یا هم سکې (فلزي پیسې). د پیسو چاپ یواځې د حکومت له‌خوا ترسره کېږي، او دا کار باید ډېر دق...

Aug 05, 2020
3,122 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,524 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,894 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...