د بايسکل په اړه پوه شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 04, 2022
3 years ago
2,354 views
د بايسکل په اړه پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

بايسکل یو له هغو نقليه وسایلو څخه دی، چې کولای شي په کم مصرف او لوړ روغتيايي ارزښت سره له یوه ځای څخه بل ځای ته ستاسو تګ اسانه کړي. نن د جون درېیمه ده، چې د بايسکل نړېواله ورځ بلل کېږي. په همدې مناسبت مو دا لیکنه چمتو کړې ده، چې ددې نقليه وسیلې په اړه لا ډېر پوه شئ.  

تاریخچه

دا به ډېره سخته وي، چې مشخصه کړو د لومړي ځل لپاره بايسکل چا او چرته جوړ کړ. ځکه چې په دې اړه داسې معلومات کم دي، چې دقيقاً مخترع یې را وپېژني. ددې ترڅنګ په اوسنۍ بڼه دا وسیله په را وروسته کې جوړه شوې ده. لومړنۍ بڼې یې سیمې او جغرافیې ته په کتو فرق کوي؛ نو ځکه نه شو ویلای لومړنی متخرع یې څوک دی. مګر بیا هم ځینې ثبت معلومات شته، چې کولای شو یو څه په ډاډه زړه ووایو. مثلاً د "۱۸۲۰ز" کال په شاوخوا کې د "Baron Karl von Drais" په نوم یوه الماني له لرګي څخه ددې وسیلې یوه بڼه اختراع کړه، چې پر دوو ټایرونو (څرخونو) چلېده. که څه هم پایډل یې نه درلود؛ خو بیا هم دا د بايسکل لومړنۍ بڼه بلل کېږي. له دې وروسته په "۱۸۳۹ز" کال کې یوه سکاټلینډي آهنګر "Kirkpatrick MacMillan" اوسپنیز بايسکل جوړ کړ. د بايسکل د جوړېدو په اړه ځینې نور نظریات هم شته او دا موضوع اختلافي ده؛ خو دا ویلای شو، چې د بڼې تغییر یې دقیقه خبره ده او لومړنۍ بڼې یې نسبت اوسنيو ته فرق کوي او آن په اوسمهال کې همزمانه د بايسکل مختلفې بڼې موندلای شو.  

نور جالب معلومات

• په ۱۸۴۲ز کال کې ددې وسیلې لومړنۍ ترافيکي پېښه ثبت شوې ده.  

• شاید حیرانوونکې وي؛ خو ثابته شوې خبره ده، چې که په همواره سطحه کې بايسکل په سرعت سره پرېښودل شي کولای شي تر ډېره له چلوونکي پرته خپل مسیر تعقیب کړي.

• بايسکل چلول د یوه ښه ورزشي فعاليت ترڅنګ یوه خوندوره لوبه هم ده. په پرمختللو ټولنو کې وګړي هڅه کوي د موټر پر ځای له بايسکل څخه ګټه واخلي، ترڅو هم یې صحت ښه وي او هم یې له چلولو خوند واخلي.

• بايسکل د نورو ګټو ترڅنګ د عضلاتو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

• د نړۍ په ځینو سیمو کې خلکو ته توصيه کېږي، چې د موټرو پر ځای له بایسکلونو استفاده وکړي. دوی غواړي په دې کار سره پخپلو سيمو کې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي. 

Related Articles

Mar 27, 2023
1,488 views

مصنوعي ځيرکتيا ChatGPT

لړۍ: مصنوعي ځيرکتيا څنګه د اکاډيميکې ليکنې لپاره ChatGPT وکاروو!؟  لاندې معلومات د Win Scholarship پاڼې د همکار دوکتور عبيدالله وردگ له لوري راټول او ترتيب شوي دي؛ نوموړی به د بېلابېلو اپليکېشنونو د استعمال په هکله معلوماتي ليکنې را سره شريکوي‌ چې څ...

Apr 11, 2023
2,029 views

مبارزه د خفګان سره

🟥 مبارزه د خفګان سره ! 1 - هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ . 2 - کله چې مهمې پرېکړې کوئ ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/ تجربه ولري . 3 - خپل سهار ښه وخورئ ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده ش...

Jul 23, 2022
1,940 views

دا کړنې مو شخصیت او حیثیت ته زیان رسوي

که غواړئ شخصيت او حیثیت ته مو زیان و نه رسېږي؛ نو له دې کړنو څخه ځان وساتئ. • همېشه د نورو په شخصي ژوند کې مداخله کول.• په ناڅاپي ډول د نورو خبرې پرې کول.• ناپاک ګرځېدل.• کله چې څوک حاضر نه وي ورپسې خبرې کول. • همېشه په لوړ غږ خندل او ټوکې کول.• پوچ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,259 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,437 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...