د بریالیتوب اوو ۷ لوی رازونه

H
Hasibullah Ashna
Author
May 18, 2022
3 years ago
2,058 views
د بریالیتوب اوو ۷ لوی رازونه

د بریالیتوب اوو ۷  لوی رازونه

خوښي ترلاسه کړئ او له غمونو ځان وژغورئ. دا هغه کار دی چې مونږ او تاسو ورته روزمره کار کوو. مګر له دې څخه بغیر د ژوند لپاره نور څه وکړو؟ ایا تر اوسه چا د دې پوښتنې ځواب پیدا کړی؟ هو، بریالیو اشخاصو درک کړې چې مونږ باید د ژوند موخې لاسته راوړلو لپاره راوېښ شو تر څو مونږ په ژوند کې بریاليتوب ته ورسېږو. پدغه لیکنه کې مو درته د بریالیتوب اوو ۷  لوی رازونه په ګوته کړي.

د الله تعالی په یاد ساتل
که ژوند کې بریالیتوب غواړئ نو، همېش الله تعالی په یاد ساتئ. خپلو کارونو کې له الله تعالی څخه مرسته وغواړئ او همېش شکر ویستونکي اوسئ. د الله تعالی عبادت په هر ځای او هر وخت کې وکړئ.


ژمنتیا / باور
ډیری داسې کسان شته چې غواړي د ژوند پر ځای ورځې تیرې کړي. بریالي اشخاص وايي: “د بریالیتوب لپاره، تاسو باید په ژوند کې موخه وټاکۍ… او هم د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره پر ځان باندې پوره ژمنتیا ولرئ.” ستاسو موخه کېدای شي چې ډیر لویه او هم د ډیر وخت غوښتونکې وي، دغه موخه به تاسو په خپله لاسته راوړئ.


پراخه ذهن درلودل

کله چې تاسو خپلې موخې تر لاسه کولو ته ژمن شوې، نو نړۍ به له تاسو سره موخې ته رسېدو کې مرسته کوي. لیکن دا هغه وخت ممکنه ده چې ستاسو ذهن پراخه وي او تاسو دغه تجربې عملي کړئ: “تاسو خپلې موخې له ځان سره همېشه په یاد وساتئ او په هغه چا چې باور پرې لرئ ورته ووایئ. دا به په ریښتا ډیر مرسته کوونکی کار وي چې تاسو د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره یو بل باوري شخص پیدا کړئ. “

ټینګار
مونږ کولی شو تر ټولو لویې موخې ترلاسه کړو چې دغه موخې مو په ذهن کې وساتو او ترلاسه کولو لپاره مو مثبت ګامونه پورته کړو. هیڅ پروا نه کوي چې تیر کې مو څه کړي او یا اوس څومره زیار وباسئ، ټینګار کولی شي چې تاسو ته ځواک درکړي. “کله چې تاسو پدې هڅه کې کوم خنډ سره مخ شوې نو په ځان ټینګار وکړئ او کوم څه چې موخه لرۍ هغه لپاره دوام وکړئ. ” ټینګار هغه څه دی چې تاسو ته ځواک درکوي تر څو کلکه مباره وکړئ.


ایمانداري

د لویو موخو پر ځای ځینې خلک کوچنیو موخو ته ترجیح ورکوي. ځینې وختونو کې داسې ستونزې رامنځته شي چې تاسو به د لویو موخو پرځای کوچنیو موخو ته ترجیح ورکوئ. لیکن چې ستونزې له منځه لاړې شي بیرته خپلو لویو موخو ته مو دوام ورکړئ: ” له همدې امله تاسو ایماندارۍ ته ضرورت لرئ – تاسو به هغه څه ترلاسه کوئ کوم چې مو موخه ټاکلې. تاسو خپل ژوند ته بدلون ورکول په حال کې یاست. “


منندوی / شکر ویستونکی
بریالي اشخاص وايي: ” مننه کول یا شکر ویستل، مستقاً د مثبت والي او منفي والي پورې تړاو لري.” بریالي اشخاص زیاتوي: ” دا ډیر اسانه دی چې تاسو خپل ژوند ته مثبته اوسئ او هم هغه کارونه چې سم روان وي تاسو یې په اړه یې له الله تعالی څخه شکر ویستونکي اوسئ. که چېرې دا تاسو لولئ نو تاسو به د مثبت والي په اړه ډیر څه زده کړي وي.


حوصله / صبر
په تیر کې، ډیری کسانو په کمو امکاناتو کې د لوړو ضرورتونو ترلاسه کولو لپاره ډیر وخت مصرفووه. مونږ او تاسو باید پدې ډیرو امکاناتوکې باید پر مخ واړندې لاړ شو: ” ستاسو د زړه په ژوره برخه کې، یوه هیله ده، کوم چې به تاسو ته خوشحالي، بریالیتوب او هر هغه څه چې تاسو یې په اړه فکر کوې لاسته راوړي. ” نو حوصله وساتئ. پدې اړه یو متل هم دی چې وایي: ” لوی کارونه لوی وختونه نیسي. ” الله تعالی د صابرانو ملګری دی.


پایله:

په هر حالت کې، دا ډیره ښه خبره ده چې په یاد وساتو چې ژوند زمونږ دی او هر څنګه یې چې وغواړو جوړولی یې شو: ” هیڅکله داسې غلطي ونکړي چې ووايۍ ژوند زما لپاره هیڅ هدف نلري. ” په یاد ولرئ ، چې تاسو د یو ځل لپاره پدې نړۍ کې یاست. دغه ستا اوسنۍ ژوند دی. نو ځان ته ډاډ ورکړئ چې تاسو د څه لپاره پیدا شوي یاست، څنګه ژوند غوره کوئ، څه موخې مو لاسته راوړل غواړئ او نور به څه کوئ.

Related Articles

Jun 16, 2021
2,507 views

رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو:  د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د...

Jan 12, 2023
1,120 views

فسانچه (د اللّٰه په لار کښې ځان وقف کول )

د‌ امير صيب  رور  د‌ غربت د لاسه ډير تنګ وو ټوله ورځ به غريب محنت مزدوري اوکړه خو ګراني دومره ډيره وه چي ګوزاره ئي نه کيده . او چي امير صيب ته به ئې کله اووے چي روره ګزاره مي نه کيږې په جائداد‌کښې چي زما څومره  حصه کيږې که هغه دي راکړه نو زما حالت به...

Jun 07, 2023
1,268 views

پوهه

د پوهې ترلاسه کولو لپاره د کتابونو لوستل پکار دي، خو د تجربې ترلاسه کولو لپاره بايد له خلکو سره وګرځې، سفر وکړې، بنډار وکړې، ملګرتيا وکړې، مړي ژوندي ته لاړ شې، ډلو ټپلو سره يوځاى شې، ماتې وخورې، ماتې ورکړې، مٸين شې او سل ګړنګونه پاس کړې.يوازې کتابي ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...