حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 17, 2022
3 years ago
2,999 views
حيواني محرقه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

په نړۍ کې ګڼ شمېر وژونکې ناروغۍ د انسان ژوند ګواښي؛ یو له دې ناروغيو څخه حيواني محرقه (بروسلوز) ده. دا د نړۍ له عامو ناروغيو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ډېری انسانان د نه درملنې له کبله وژني. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ناروغۍ پر پېژندنې، تاریخچې، ډولونو، علایمو، تشخیص او مخنيوي پوه شئ. 

د حيواني محرقې تاریخچه

په “۱۸۸۶” میلادي کال کې د بریتانيې یو نظامي جراح ډيويډ بروس “David Bruce”، د هغه ناروغ له ځيګر څخه چې د تبې له امله مړ شوی و، لرګي ته ورته ګرده باکتریا ومونده. دې باکتریا ته یې د “Micrococcus melitensis” نوم ورکړ..دا ناروغي په معمولي شکل موجوده وه، مګر د ملاريا په شمول له نورو ناروغیو سره يو ځای کېده او د انسان بدن ته یې زیان رسوه. په حېواناتو کې هم ډېر ژر، دې ناروغۍ ته ورته مایکرو اورګانېزم وموندل شو. په “۱۸۹۷” میلادي کال کې ورته میکروب د غوا له سینو څخه ترلاسه شو. ورپسې په “۱۹۲۰” میلادي کال کې د ډيويډ بروس هڅو ته د درنښت په موخه ددې باکتریا نوي جنس ته د “بروسلا” نوم غوره شو. اوس په دې جنس کې اووه ډوله باکتریاوې شته، چې مشهور یې “بروسلا ملیتنزس” او “بروسلا ابورتوس” دي. دا یې خطرناک ډولونه دي، چې انسان ته ضرر رسوي. 

د بروسلوز ناروغۍ لاملونه

د بروسلا ناروغۍ مختلف ډولونه او لاملونه هغه حېوان ته په کتو ټاکل کېږي، چې یاذ میکروب ترې خپرېږي.

ـ بروسلا ملیتنزس (بزه او اوری)

ـ بروسلا ابورتوس (غوا)

ـ بروسلا کانیس (سپي)

ـ بروسلا اویس (اوری)

د یادونې وړ ده، چې له بروسلا اویس پرته نور ټول مختلف ډولونه یې انسان ته ناروغي پيدا کوي. تر ټولو ډېر خپور شوی ډول سې بروسلا ملیتزس دی. 

علایم

که څه هم ددې ناروغۍ علایم د انسان ایمني سیستم ته په کتو فرق کوي مګر په عمده ډول یې داسې بیانولای شو. 

شدیدې نښې د حيواني محرقه:

  • لړزه
  • تبه
  • خولې کېدل
  • ستړيا
  • د بندونو درد
  • سر درد 

خفيفې نښې:  

  • ستړيا
  • د ملا درد
  • قبضیت
  • خفګان
  • د وزن کمښت
  • جنسي کمزوري
  • د عضلاتو درد 

د ناروغي تشخیص

د دې ناروغۍ تشخیص د وینې له لارې کېږي. خو ځينې وختونه د ناروغۍ د خطر تخیص ایکسرۍ، او سي.ټي.سکن له هم ترسره کوي.

د حيواني محرقې مخنيوی

تر اوسه روغتياپالان پر دې باور دي، چې ددې ناروغۍ مخنيوی په دې کېږي، چې له حېواناتو څخه انسان ته انتقال نه شي. نو هغوی چې له حېواناتو سره ډېر په تماس کې وي، باید نظافت مراعت کړي، ترڅو د هغوی له بدن نه د دوی وجود ته انتقال نه شي. همدارنګه په ځينو سیمو کې د حېواناتو د واکسین له لارې هم، د حېواني محرقې مخنیوی کېدای شي.

Related Articles

Nov 22, 2020
5,914 views

د کولمو د سرطان نښې

د هرې ناروغۍ ځينې نښې نښانې وي، چې له موږ سره مرسته کوي تر څو زر تر زره د خپلې ناروغۍ علاج وکړو. د نوي عصر یو له خطرناکو ناروغيو څخه سرطان دی. دا ناروغي په دې پورې تړلې ده، چې د بدن په کومه برخه حمله کوي. مختلف ډولونه لري، چې ډېر پېژندل شوی ډول یې د...

Jan 01, 2021
6,523 views

د مطالعي ارزښت

مطالعه د عربي ژبې کلمه ده، چې مانا یې غور، فکر او توجه کول دي، د یو شي په اړه پوهاوي او واقفیت لپاره د یو شي کتل، لوستل او پوهېدلو ته مطالعه وایي. او په عام ډول د کتاب کتل او د کتاب ورقې اړولو ته هم مطالعه وایي. دا چې الله ﷻ انسان اشرف المخلوقات پیدا...

Dec 15, 2022
1,455 views

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې! د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.طبیب د الوتکي مسؤلینو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,990 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,206 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,200 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...