نابینا (ړنده) مور

R
Riaz Muqamzai
Author
May 09, 2022
3 years ago
2,550 views
نابینا (ړنده) مور

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

وايي یوه نابینا مور په روغتون کې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته وه او ژړل یې. ناڅاپه یوه پرښته راغله او ورته ویې ویل: ای مورې! زه د خدای له لوري راغلی یم. د خدای مهرباني ده، غواړي ستا یوه هیله پوره کړي. ووایه څه غواړې؟

هغې پرښتې ته مخ کړ؛ ویې ویل: له خدایه غواړم چې زوی مې روغ شي.

ـ پښېمانېږې خو به نه؟

ـ نه!

ـ سمه ده. زوی دې روغ شو؛ مګر تا کولای شول د خپلو سترګو رغېدل غوښتي وای!

ښځه مسکۍ شو او ویې ویل چې ته یې نه شې درک کولای.

کلونه تېر شول. زوی یې غټ شو، ډېر لوی سړی شو او مور به یې د زوی کامیابۍ په خوښۍ سره نمانځلې. ځوان واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره یې ډېره مینه درلوده. یوه ورځ یې خپلې مور ته وویل: نه پوهېږم څرنګه یې درته ووایم؛ خو ... خبره دا ده چې ښځه مې نه شي کولای نور له تا سره یو ځای ژوند وکړي. زه غواړم تاته بېل کور ونیسم او هلته ژوند وکړې. 

مور یې وویل: نه زویه! زه ځم او د زړو خلکو د اوسېدو په ځای کې له خپل هم عمره خلکو سره به ژوند وکړم. هلته به راحته یم.

له کوره ووته. په يوه څنډه کې کښېناسته او ژړا یې پیل کړه. بیا هماغه پرښته راغله او ویې ویل: ودې لیدل چې زوی دې څه وکړل؟ پښېمانه خو به یې. غواړې ښېرا وکړې؟

ځواب یې ورکړ: نه پښېمانه یم او نه هم ښېرا کوم. ته په څه خبر یې!

پرښتې وویل: ښه خبر دا دی، چې بیا هم د خدای رحم دی. کولای شې یوه دعا وکړې او رب به یې حتمي قبلوي. پوهېږم چې دا ځل به روغې سترګې غواړې. کنه!؟

ښځې په ډېر ډاډه زړه وویل نه.

پرښته حیرانه شوه. ویې ویل: نو څه غواړې!؟

ځواب یې ورکړ: غواړم چې اینګور مې یوه ښه ښځه او مهربانه مور اوسي، تر څو زما زوی سم وپالي. ځکه چې زه ورسره نوره نه یم، چې پام پرې وکړم. 

د پرښتې له سترګو اوښکې وبهېدې. د خپلو اوښکو دوه څاڅکي یې د ښځې په سترګو کې واچولې او هغه بينا شوه. کله چې یې د پرښتې په سترګو کې اوښکې ولیدلې ویې ویل؛ آیا پرښتې هم ژاړي!؟

ویې ویل؛

ـ هو، هو! 

Related Articles

Oct 01, 2021
1,871 views

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟ امنیت (امن) د انسانانو په ژوند کې ډیره لویه ونډه لري، خو د انسانانو ژوند یوازې یوې برخې پورې تړلی ندی. که چیرې د امنیت (امن) برخه په پام کې ونیول شي او د ژوند نورو برخو ته هیڅ پام ونشي نو د ژوند انډوَل خرابیږي، په لن...

Jun 24, 2023
3,184 views

طبقات سرک - Layers of Road

طبقات سرک قرار ذیل است  Sub Grad  Sub Base  Base Course  Asphalt قبل از اینکه طبقات سرک را تشریح کنیم باید سرک Cutting و Filling شود یعنی قسمت های بلند سرک پایین و قسمت های پایین پرکاری شود تا اینکه ساحه سرک هموار گردد. بعدآ میل داده شده د...

Oct 09, 2021
2,084 views

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(څلورمه برخه)

لیکنه: شکېبا نادري، د نړې اووه حیرانوونکي ځایونه څلورمه برخه د بابل معلق (پرله پسې) باغونه  لکه څنګه مو چې په تېرو لیکنو کې د نړۍ په اوو نویو حیرانونکو ځایونو لکه، د چین دېوال، تاج محل او داسې نورو خبرې وکړې په نننۍ لیکنه کې بیا یو له اوو حیرانونک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,267 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,284 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,446 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...