نابینا (ړنده) مور

R
Riaz Muqamzai
Author
May 09, 2022
3 years ago
2,552 views
نابینا (ړنده) مور

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

وايي یوه نابینا مور په روغتون کې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته وه او ژړل یې. ناڅاپه یوه پرښته راغله او ورته ویې ویل: ای مورې! زه د خدای له لوري راغلی یم. د خدای مهرباني ده، غواړي ستا یوه هیله پوره کړي. ووایه څه غواړې؟

هغې پرښتې ته مخ کړ؛ ویې ویل: له خدایه غواړم چې زوی مې روغ شي.

ـ پښېمانېږې خو به نه؟

ـ نه!

ـ سمه ده. زوی دې روغ شو؛ مګر تا کولای شول د خپلو سترګو رغېدل غوښتي وای!

ښځه مسکۍ شو او ویې ویل چې ته یې نه شې درک کولای.

کلونه تېر شول. زوی یې غټ شو، ډېر لوی سړی شو او مور به یې د زوی کامیابۍ په خوښۍ سره نمانځلې. ځوان واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره یې ډېره مینه درلوده. یوه ورځ یې خپلې مور ته وویل: نه پوهېږم څرنګه یې درته ووایم؛ خو ... خبره دا ده چې ښځه مې نه شي کولای نور له تا سره یو ځای ژوند وکړي. زه غواړم تاته بېل کور ونیسم او هلته ژوند وکړې. 

مور یې وویل: نه زویه! زه ځم او د زړو خلکو د اوسېدو په ځای کې له خپل هم عمره خلکو سره به ژوند وکړم. هلته به راحته یم.

له کوره ووته. په يوه څنډه کې کښېناسته او ژړا یې پیل کړه. بیا هماغه پرښته راغله او ویې ویل: ودې لیدل چې زوی دې څه وکړل؟ پښېمانه خو به یې. غواړې ښېرا وکړې؟

ځواب یې ورکړ: نه پښېمانه یم او نه هم ښېرا کوم. ته په څه خبر یې!

پرښتې وویل: ښه خبر دا دی، چې بیا هم د خدای رحم دی. کولای شې یوه دعا وکړې او رب به یې حتمي قبلوي. پوهېږم چې دا ځل به روغې سترګې غواړې. کنه!؟

ښځې په ډېر ډاډه زړه وویل نه.

پرښته حیرانه شوه. ویې ویل: نو څه غواړې!؟

ځواب یې ورکړ: غواړم چې اینګور مې یوه ښه ښځه او مهربانه مور اوسي، تر څو زما زوی سم وپالي. ځکه چې زه ورسره نوره نه یم، چې پام پرې وکړم. 

د پرښتې له سترګو اوښکې وبهېدې. د خپلو اوښکو دوه څاڅکي یې د ښځې په سترګو کې واچولې او هغه بينا شوه. کله چې یې د پرښتې په سترګو کې اوښکې ولیدلې ویې ویل؛ آیا پرښتې هم ژاړي!؟

ویې ویل؛

ـ هو، هو! 

Related Articles

Jul 28, 2021
5,011 views

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology آنتن پریکونکی یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکی آلی څخه ده چی د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږی، دا سیستم د مقابل لوری سیستم په یوډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کی د ګډوډی رامنځته کولو سبب ګرځی....

Jul 22, 2020
3,576 views

ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

زیاتره میندې او پلورنه وايي غواړي اولادونه یې کتاب ولولي، آن که یوه شیبه هم وي. خو دې ته زړه خوري چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لري.خو ښه به دا وي چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشي چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول...

Nov 15, 2021
1,881 views

د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د "۲۰۲۱ز" کال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام بېګاه شپه پای ته ورسېد. ددې لوبلړۍ په ورستي پړاو کې د افغانستان په ګډون د دولسو "۱۲" هيوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایلوبه کې اسټرالیا او نیوزلینډ سره مخامخ شول. اسټرالیا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,267 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,284 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,446 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...