په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 01, 2022
3 years ago
1,477 views
په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدلې شي. نو پدې لیکنه کې هڅه شوې چې تاسو ته ځينې مهمې لارښوونې ولرو، ترڅو صحت، صورت او ژوند مو سالم پاتې شي.  

لومړی| خوړو ته پام وکړئ!

له یوې میاشتې وروسته د خوړو په رژيم او وختونو کې ناڅاپي بدلون حتما یو څه اغېزه لري؛ نو د یو اګاه انسان په توګه باید د خوړو پر اندازې، وخت او ډول پوره پام وکړئ. موخه دا ده، چې ډېر، غیر صحي او بې وخته خواړه مه خورئ. پدې توګه به ستاسو هاضمي سیسټم له ستونزو سره مخ نه شي. د خوړو په برخه کې دا لارښوونې هم په نظر کې ونيسئ. 

  • خواږه او مېوې د اختر خوند څو چنده زیاتوي؛ خو هغوی چې وزن یې ډېر وي، د زړه ناروغۍ ولري او یا هم د شکر علایم لري باید له خوږو ځان وساتي. همدارنګه سالم وګړي هم باید د خوږو په خوړلو کې افراط و نه کړي.
  • خواږه په ماشومانو کې د اشتها د کمښت سبب کېږي؛ نو ماشومانو ته باید له ډوډۍ خوړلو دوه/درې ساعته وروسته لږه اندازه ورکړل شي. 
  • د مېوو او نورو خوړو تر خوړولو وړاندې یې پر پاکوالي ډاډه شئ او یو ځل یې حتما وینځئ. 
  • ډېر سره کړي شیان مه خورئ.
  • هڅه وکړئ د بدن اوبه مو پوره وي، ترڅو له ستونزو سره مخ نه شئ.  

دویم| د چکر پر مهال پام کوئ!

ځینې وګړي په ځانګړي توګه ځوانان په اختر کې بېلابېلو ځایونو ته په چکر ځي؛ خو کله ناکله دا چکرې په غمیزو هم اوړي. د یوه لوستي ځوان په توګه دا ټکي په پام کې ونيسئ.

  • له فاسدو ملګرو سره په چکر مه ځئ.
  • په لاره کې له ډېر سرعت څخه ځان وساتئ.
  • هغه شوخۍ او لوبې مه کوئ، چې ستاسو د ژوبلېدو سبب کېږي.
  • د سفر په جريان کې ټول انساني، اخلاقي، دیني او ټرافیکي اصول/نزاکتونه په پام کې ونيسئ.
  • کوښښ وکړئ بېځايه اصراف و نه کړئ او د پيسو په بې معنا مصرفولو سره خپلې راتلونکې ورځې مه بدرنګې کوئ.

Related Articles

Jan 16, 2021
6,511 views

د غوره ویناوال جوړیدو څو لارې!

د اسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمايي: ځینې ویناوې لکه جادو اثر لري. واقعیت دی چې وینا د انسان د بریالیتوب مهم عامل دی، ښه جذابه وینا مو خپل هدف ته رسولی شي، د نورو درناوی را ماتولی شي، ارزښت او اعتبار مو لوړولی شي او نور ستاسې د وړ...

May 19, 2021
2,576 views

د شلو کلو مسافر خوندوره کيسه

د شلو کلونو مسافر! ډیره خوندوره کیسه ده~* يوه ېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له...

Jul 08, 2020
4,209 views

د نهیلۍ او زړه تنګون درملنه

انسان ذاتاً داسې یوه ځانګړنه لري،چې دِ هر ډول حالاتو په وړاندې ځان عیارولای شي که هرڅومره یې ژوند سخت شي طبعتاً دا سختي ورته د زغم وړ تمامیدای شي په اوسنیو زړه تنګو شېبو کې ډېری ځوانان وینم،چې یو ډول نهیليو او ستونزو پسې اخېستي؛ ددې لپاره،چې له خپل ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,033 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,215 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,230 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...