جومات او ميخانه (شرابخانه)

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 23, 2022
4 years ago
1,702 views
جومات او ميخانه (شرابخانه)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خیر دی. له سر نه دې ځار!" له هماغې ورځې وروسته یې دایمي پېرېدونکی شو.  

د حکایت درسونه

ځينې خلک فکر کوي، چې دا حکایت دیني ارزښتونو ته د یو ډول سپکاوي لپاره جوړ شوی؛ خو حقیقت برعکس دی. اصلا پدې حکایت کې موږ خپل دیني ارزښت ته متوجه کېږو. چې هغه نېک چلند او ښه اخلاق دي. که د رسول الله ﷺ سیرت مطالعه شي، د ترحم، ښه اخلاق او نېک چلند سلګونه/زرګونه بېلګې موندلای شو؛ ګڼې داسې واقعې شته، چې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو "رض" له نېک چلند څخه نور خلک متاثره شوي او مسلمانان شوي دي؛ نو پر دې اساس ددې نکل دقیقه معنا ستاسو په فکر کې لوی مثبت تغییر راوستلای شي. له دې حکايت ځينې نور عمومي درسونه پدې ډول دي.

  • د خپلو الفاظو ساتنه وکړئ او په ډېر فکر خبرې کوئ. ستاسو کوچنۍ خبره، پېغور، ښکنځل او نورې بدې خبرې د یو چا پوره ژوند تباه کولای شی. هېچا ته د ته نه پوهېږې، کم عقل یې، ته به ښه ورځ و نه ګورې، ډارن یې او ورته نور الفاظ مه کاروئ. کېدای شي هغه رښتيا هغسې نه وي؛ خو ستاسو دا خبره له هغه رښتيا هماغسې بد او ناکام انسان جوړ کړي.
  • د خپل چلند په فکر کې اوسئ. هېڅکله داسې چلند مه کوئ، چې له امله یې کوم کس د کمترۍ، کمزورۍ، بې وسۍ او تحقير احساس وکړي. پخپل ژوند کې ډېر نرم او نېک چلند کړئ.
  • دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. ځينې خلک فکر کوي، چې ددوی خبرې او رفتار د نورو پر ژوند اغېز نه لري؛ خو داسې نه ده. ستاسو سوړ چلند یو ملګری مو پر ملګرتیا بې باوره کولای شي، له ټوکو یو څوک کمزوری مخاطبول هغه رښتيا کمزوری کولای شي؛ نو دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. پر دې اساس خپل رفتار او خبرې مثبتې کړئ، ترڅو پر نورو مو اغېز هم مثبت وي.
  • ليکنه خپره کړئ، ترڅو نور خلک ترې هم برخمن شي. 

Related Articles

Aug 04, 2024
1,374 views

چهارمغزو یا غوزانو بڼ -معلومات

دغوزانو (چهامغز)د بڼ اقليم اوخاورهاقليم1-اقليم (climate) دغوزانو باغونه بايدپه هسي تړليوواديوکي جوړنه شي چيرته چي په پسرلي کي هواډيره سړه وي.ځکه چي دغه پسرلني هواد غوزانودونوگلان اوتنکي نودي زيانمنوي.دباغونودجوړولولپا ره هغه سا حي غوره بريښي کومي چي...

Dec 19, 2020
2,028 views

معنی بعضی گرایش ها

معنی بعضی گرایش ها مصطفی عمرزی در روزگار ما، توجیه کردار و سلوک انسانی، مولفه های قانونی زیادی دارند که در کشور های دیموکراتیک، محال است زیر پا کنند. واقعیت این که چنان مجوز هایی زمینه ی تبارز هرگونه ی پنداری را فراهم می کنند، در ویژه گی های عصر ما...

May 04, 2021
2,356 views

ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

د اتمان خېل قبیلې سر لښکر، د جرګو او مرکو مشر ښاغلے ارواښاد ملک حاجي وصلي خان په کال 1902 کښې په ضلع مهمند تحصیل امبار اُتمانخېل د لویه شاه په کلي کښې د ملک ظفر خان په کور کښې ځېګیدلے وۀ، د پلار نوم یې ظفرخان وۀ، د نیکه نوم یې محمودخان، د هغه دَ پلار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,981 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,190 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...