To start downloading books

Please sign in or create an account.

د بېرتولت لنډ ژوندلیک

د بېرتولت لنډ ژوندلیک

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو په مشهورو څېرو کې د بېرتولت ځای خورا څرګند او روښانه دی. تاسو به پدې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوه شئ.

ژوندلیک

بشپړ نوم یې بېرتولت برشت "Bertolt Brecht" دی. د نړېوالو ادبیاتو او په ځانګړې توګه د آلماني لیکوالو په قطار کې خاص ځای لري. نوموړی یو ښه شاعر، د تیاتر کارپوه او ډرامه لیکونکی و. برشت په "۱۸۹۸ز" کال کې د آلمان (جرمني) په اوکسبورک ښار کې وزېږېد. پلار یې د کاغذ جوړولو د فابریکې مشر و؛ نو پر دې اساس د برشت د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه و او يوه شتمنه کورنۍ وه. دوی دوه وروڼه وو، چې پخپله برشت مشر و. نوموړي له لیکلو سره ځانګړې مینه درلوده او پدې برخه کې یې ښه استعداد هم درلود. آن د ښوونځي له دورې یې ادبي او غیر ادبي لیکنې کولې.  تر ټولو مهم آثار یې سور چرګ، د ګالیله ژوند، "سړی، سړی دی"، د قفقاز تباشیري دایره، د کمون ورځې، د ښارونو په ځنګل کې، زه بېرتولت برشت، د ژاندراک محاکمه، په درېيمه امپراتورۍ کې ډار او مايوسي او ځينې نور دي. نوموړی له ګڼو ادبي هڅو او لاسته راوړنو وروسته په "۱۹۵۶ز" کال کې د زړه د حملې له کبله ومړ. البته په نوې ځوانۍ کې یې هم د زړه یوه حمله تېره کړې وه؛ خو ژوندی پاتې شوی و.  

نور مهم معلومات

ـ دا چې نوموړي له ماشومتوبه د زړه ناروغي لرله؛ نو له شل کلنۍ يې د خپلې مقبرې د شناختې لپاره ډيزاینونه جوړول. ویل کېږي چې تر مړینې یې د شناختې پنځه ويشت ډيزاینونه جوړ کړي وو.  

ـ په شپاړلس کلنۍ کې یې لومړنۍ ادبي مقاله په مجله کې خپره شوه.

ـ که څه هم په لومړيو کې د طب محصل و؛ خو په ادبیاتو کې د بې کچې استعداد او مینې له کبله یې طب په نیمه کې پرېښود.

ـ د خپلو لیکنو له برکته یې د DDR او سټالين جایزې هم ګټلي دي.  

ـ په نړېواله جګړه کې د جنګ کرښې ته ولېږل شو تر څو له زخمیانو سره مرسته وکړي. هلته یې دا وینا مشهوره شوې وه: ”دا به ښه وي، چې پښې ټولې کړو؛ نه دا چې ورکې یې کړو.“  

ویناوې

  • هغه خوشحالي، چې د نورو په خفګان ترلاسه کېږي، ګناه ده.
  • هغه وخت چې ویل کېدل به له خپلو ګاونډیانو سره محبت وکړئ، ګېډې مړې وې؛ زموږ په وخت کې حالت بدل دی. 
  • غلطي که په ناپوهۍ کې وشي، خطا ده؛ خو که په آګاهۍ کې وشي نو ګناه ده.
  • کله چې بې عدالتي ډېره تکراره شي په ټولنه کې د عدالت په بڼه منل کېږي. 
  • هر ځای په باغ بدلېدای شي؛ خو که همت وي. 
  • له بانک څخه غلا د نوو غلو کار دی؛ تجربه لرونکي غله بانک جوړوي.
  • هېڅ ازموینه بې درغلیو نه وي؛ پرته د خدای له ازموینې څخه.
  • څوک چې د ظلم پر وړاندې نه یوځای کېږي. د ظالم په زندانونو کې به یو ځای شي. 
  • هر څوک کولای شي ګواښ او رټل وکړي؛ خو هرڅوک د رټلو او ګواښ حق نه لري.

تاسو ته یې کومه وینا ډېره په زړه پورې وه!؟ نظر مو په کمینټ کې ولیکئ. 

Related Articles

د کار د حقوقو اړوند ۱۵ مهم اصطلاحات!

موږ او تاسو د خبرو پر مهال ګڼ اصطلاحات کاروو. نو اړ یو، چې ددې اصطلاحاتو پر معنا او مفهوم هم پوه اوسو تر څو په مناسبو ځايونو کې یې وکاروو. د لیکنې تر پايه به د کار حقوقو اړوند ۱۵ مهمو اسطلاحاتو پوه شئ.   د کار حقوقو اړوند ۱۵ مهم اصطلاحات! ۱: مامور هغه کارکوونکی دی چې د کار د قانون د احکامو مطابق، د ملکي خدمتونو ادارې له لارې په دايمي توګه استخد...

سیرومونه او استعمال یی

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥موضوع: سیرومونه نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات ۱. سیریوم رینګر Ringerترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دیاستعمال:اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیهاختیاط او پاملرنه:که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.د سودیم بای کاربونی...

The politics of Attention

د پام سیاست یا Attention Politics  عمران اختر  د پام سیاست یا Attention Politics په اوسني ډیجیټلي عصر کې یو مهم مفهوم دی چې د سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي اهدافو لپاره د خلکو د پام راجلبولو هڅې منعکسوي. دا مفهوم د ډېری هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره، ډېر اهمیت لري، ځکه چې ډیجیټلي ټکنالوژي او ټولنیزې رسنۍ په سیاسي افکارو،...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...