To start downloading books

Please sign in or create an account.

د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

اټکۍ یو طبیعي حالت دی، چې انسانان ورسره مخ کېږي. دې چارې ته په فارسۍ کې "سکسکه" وايي. که څه هم دا حالت معمولا بې ضرره وي؛ خو د انسان عادي ژوند له خنډ سره مخ کوي. خلکو ته ځورونکې تمامېږي او کله ناکله خو بیا آن د انسان روغتيا ته زیان هم رسوي.

په ټوله کې اټکۍ د داسې ستونزو له ډلې ده، چې خورا ژر یې درملنه کېدای شي؛ مګر ډېری خلک چې پر دې تګلارو نه پوهېږي، ډېر وخت له دې حالت څخه ځورېږي.

موږ په دې لیکنه کې پر همداسې لارو چارو غږېدلي یو، چې پر مټ یې د اټکۍ چټکه درملنه کېدای شي او له دې حالت څخه وتلای شئ.

 

اټکۍ څه شی وي؟

تر ځيګر لاندې د ديافراګم پرده موقعیت لري، چې د معدې او ځيګر تر منځ همدا بېلوونکې پوله ده. نو هر کله چې دا پرده انقباض پیدا کړي، انسان اټکۍ کوي او بې اختیاره یې یو ډول غږ له خولې وځي. په هر حال؛ دا هغه څه و، چې موږ په علمي ډول د اټکۍ په اړه پوهوي. اصلي موضوع دا ده، چې اټکۍ څنګه ودروو؟ دا لارښوونې عملي کړئ.

 

لارښوونې

که څه هم اټکۍ اکثرا پخپله درېږي او کومې خاصې درملنې ته یې اړتیا نه وي؛ مګر که بیا هم غواړئ ژر له دې ستونزې خلاص شئ، له دې لاندې تګلارو څخه یې یو عملي کړئ او اټکۍ مو ودروئ.

لومړی| وېره

که څوک "اټکۍ" کوي، هڅه وکړئ ویې وېروئ او یا یې اندېښمن کړئ. په دې توګه به د نوموړي "اټکۍ" ډېر ژر ودرېږي او له ځورېدو به خلاص شئ. تاسو کولای شئ، د یوې چغې په واسطه یې ووېروئ او یا هم کولای شئ تهمت ور پورې وتړئ. البته فقط ددې لپاره چې اندېښمن شي. کله چې یې اټکۍ ودرېږي بېرته ورته حقیقت ووایاست.

 

دویم| بوره

له بورې څخه ګټه واخلئ. نیمه کاشوغه بوره مو تر ژبې لاندې کېږدئ له دوه دقیقيي وقفو سره درې ځلې همداسې وکړئ او ډېر ژر به د "اټکۍ" له ځورونې خلاص شئ. 

 

درېيم| تنفس

د "اټکۍ" د درولو یوه بله تګلاره دا ده، چې تاسو کولای شئ د لنډې مودې لپاره خپل تنفس حبس کړئ. یعنې تر یوې مودې ساه مه اخلئ او دا کار څو ځلې تکرار کړئ، نو و به وینئ چې "اټکۍ" مو درېږي.

 

څلورم| اوبه 

د اوبو د غړغړه کولو په مرسته مو هم د "اټکۍ" درملنه کېدای شي. که غواړئ د "اټکۍ" چټکه درملنه مو وشي نو د اوبو اغېز او ارزښت هم په پام کې ونیسئ. یو ګیلاس اوبه مو درد دوا کولای شي. له دې ټولو سره ـ سره دا لارښوونې هم په یاد ولرئ.

  • یو ګیلاس يخې اوبه وڅښئ.
  • د لنډې مودې لپاره خپله ژبه وباسئ.
  • پر لیمو چک ولګوئ.
  • د ورمېږ شا مو ومږئ او یا هم یوه ضربه ورکړئ.
  • په یو کار بوخت شئ (ځان مصروف کړئ.)

 

مه هېروئ!

که له پورته تګلارو څخه یوه هم کار ور نه کړ او د "اټکۍ" موده مو له دوو ورځو پسې اوږده شوه؛ نو حتما ډاکټر ته مراجعه وکړئ. روغتياپالان پر دې باور دي، چې که د "اټکۍ" موده تر دوو ورځو وغځېږي بدن ته تاوان رسوي.

Related Articles

د نارینه د ماغزو لس جالب حقیقتونه

۱ـ نارینه تر دېرش کلني وروسته ښځې تل غواړي ستونزې هواري کړي، خو نارینه بیا تر ډېره غواړي ازاد وګرځي او څوک يې په کارونو کې مداخله و نه کړي، ځکه دی غواړي د واده له درانه لګښته ځان خلاص کړي. دا ځانګړنه د نارینه‌وو يوه لويه تېروتنه ده. دغه حقیقت په دې وروستيو کې پر ځوانو محصلانو تر څېړنو وروسته ثابت شوی دی. همداراز د نارینه‌وو جابرانه او له تشدده ډک...

په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ جغرافیوي، سمتي، مذهبي او توکمیز وېش ددې سبب شوی، چې په محتلفو سیمو کې د روغبړ (ستړي مشي) مختلې بڼې رامنځته شي. ځینې یې ممکن عادي وي؛ مګر ځينې نور بیا زموږ له کتلور څخه په ډېر لوی توپیر کې قرار لري. آن کولای شي موږ حیران کړي. په دې لیکنه کې د روغبړ پر بېلابېلو بڼو خبرې شوي دي.   ستړي مشي روغبړ کول په اکثرو هېوادونو کې...

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالونه

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالون  لیکنه: امین ستانکزید مشهور ځمک پېژندونکي، سکاټ مونتګو مري په خبره که چیرته په افغانستان کې امنیت او سوله راشي نو تر لسو کلونو پورې اړتیا ده، چې د افغانستان کانونه د هېواد د عوایدو اساسي سرچینې  شي او کانونه پراختیا ومومي. یعنې د عوایدو له پلوه کانونه په لوړه کچه د ملي بودیجې په ګډون د نورو سترو انکشا...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...