To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کتابتون ډالۍ (۱)

د کتابتون ډالۍ (۱)

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړۍ کې اکثره خلک د تېر او یا هم د راتلونکي په اړه فکر کوي. یا به پر خپلو بریاوو ویاړي او یا به خپلو ناکامیو ته د بې وسۍ اوښکي تويوي. همدارنګه د راتلونکي په اړه هم دوه ډوله فکر مسلط دی. یوه ډله وګړي راتلونکي ته خوښ وي او دویمه ډله له خپلې آیندې وېره لري.

په هر حال؛ دا خبرې عادي دي. مګر پوهېږئ بریالي خلک څوک دي؟

پورته یاد شوي دواړه ډله خلک باید ومني، چې په ناسمه روان دي. د تېر او راتلونکي په اړه تشویش انسان ذهنا له یوې ډېرې لویې ضربې سره مخ کوي. داسې خلک به پر ځان باور له لاسه ورکوي. تل به ځان په نورو پورې تړي او ځانته به د یو ناکام انسان په توګه ګوري. 

دویمه ډله خلک چې راتلونکي ته ډېر خوشبین وي، بېځایه غرور پيدا کوي. همدارنګه ددوی ورځنۍ هڅې ټکنۍ کوي. د لرغوني ايټالیه ستر شاعر (هوراس) وايي:" له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوشحالۍ تېره کړه."

د هوراس موخه دا ده، چې له نن ورځې استفاده ډېره مهمه ده. له نن سمه ګټه اخیسته د ښه سبا تضمین درکوي. 

د هوراس په وينا کې د "خوښۍ" لفط راغلی. تاسو به وایئ، چې په داسې شرایطو کې انسان څنګه خپل وخت په خوښۍ تېره کړي؟ زه یې درته وایم. خوښۍ هيڅکله ثابت قیمت نه لري. ځينې خوښۍ بېخي وړيا دي او ځينې بیا په میلیاردونو پیسو هم نه شئ اخیستلای. زه به ځينې وړيا او ارازنې خوښۍ دروپېژنم.

ـ د خپلې مور لاسونه ښکل کړئ.

ـ له خپلې مور، مېرمنې، خور او یا هم د کورنۍ له کوم بل غړي سره د کور په کار کې مرسته وکړئ. 

ـ یو ساعت مطالعه وکړئ او نوي موضوعات زده کړئ.

ـ له یو سپين ږيري/بوډۍ سره مرسته وکړئ. 

ـ له ماشومانو سره نیم ساعت لوبې وکړئ. 

ـ د خپلې خوښې ځای ته ورشئ. غر، سیند، دکان، د ځوانانو بنډار او یا هم با ځای وټاکئ. هلته چې تاسو د راحت احساس کوئ.

ـ د خپلې کورنۍ یو ماشوم ته قلم ډالۍ کړئ. یا ورته ژاولې واخلئ.

ـ نیم ساعت ذکر/تلاوت وکړئ.

ـ د کور بوټي او ګلان اوبه کړئ. 

ـ که ډېر نا ارام یئ، کولای شئ نیم/یو ساعت خوب وکړئ.

همداسې د وړیا خوښيو ګڼې بېلګې شته. یوازې فکر وکړئ، تاسو په څه خوشحالېږئ؟  فقط فکر غواړي!

تاسو ته به حتما دا پوښتنه هم پيدا شوې وي، چې له هرې ورځې څنګه سمه استفاده وکړو؟ ځينې تګلارې شته، چې تاسو له خپلو ورځو سمه ګټه اخیستلای شئ.

ـ مهالوېش ولرئ!

ـ خوب، تفریح، مطالعې او کار ته په کې وخت بېل کړئ.

ـ فکر وکړئ، چې په ژوند کې تر ټولو قیمت څيز وخت دی. همدې ته په ارزښت قایلېدل ددې سبب کېږي، چې بېځایه یې تېر نه کړئ.

ـ له موبایل سره ډېر وخت مه تېروئ.

ـ هر کار په مینه وکړئ.

ـ ډېرې ټوکې او لوبې بند کړئ.

البته باید د پورته  لومړنيو خبرو په اړه بیا هم یو وضاحت ورکړم. داسې هم نه ده، چې تاسو خپله ماضي بېخي هېره کړئ. له ماضي (تېر) څخه باید تجربه او درس ترلاسه شي. بېخي ترې منصرف کېدل ناسم دي. همدارنګه د راتلونکي لپاره هيڅ پلان نه درلودل هم نامناسبه چاره ده. باید منظم پلان ولرئ. خو په خوشبینۍ او فکر کې اعتدال هيڅکله مه هېروئ، هيڅکله!

Related Articles

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.   پېژندنه د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن ګرندل" دی، خو د پول ایلوار (Paul Eluar) په نوم مشهور دی. نوموړی په "۱۹۸۵م" کال کې د فرانسې په سن دن...

اوله درجه خښته په ساحه کی

انجنیر صاحبانو اوله درجه خښته په ساحه کي په لاندي مشخصاتو سره پیژندل کیږي.۱: که خښتي سره ووهو باید د فلز ږغ وکي.۲: ښه خښته ډیر سوري یا منفذونه نه لري.۳: شکل یې منظم او څنډي یې منظمي وي.۴: چي ښه تخته سوې یا compact سوې وي ، ښه خښته ورته ویلای سو.۵: ابعاد یې باید منظم وي. او د معیاري خښتي ابعاد   7x11x22 cm   دي.۶:  ښه او اوله درجه خښته که د 1m  یو م...

خشتک کشال ها

خشتک کشال ها مصطفی عمرزی «فردای چنین روزی به خشتک کشال های بی دانش و اوباشان شمله به پا افتیده، به سفله های کوچه گرد بی آبرو، به لکه های ننگین دامان هرات باستان که ... تحت نام تسلیمی اجیر و تربیت کرده بودند، به سنگر های مجاهدین، امر حمله می دهند.» (کرباس پوش های برهنه پا، خاطرات دکتور حسن شرق، سباکتابخانه، پشاور، قصه خوانی- دهکی نعلبندی، 1370ش، ص...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...