ایا کله مو د سایبر(Cyber) کليمه اورېدلې ده؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Dec 18, 2023
2 years ago
1,220 views
ایا کله مو د سایبر(Cyber) کليمه اورېدلې ده؟

ایا کله مو د سایبر(Cyber) کليمه اورېدلې ده؟

د "سایبر" اصطلاح عموماً د کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوجۍ، او انټرنیټ پورې اړوند مفاهیمو د تشریح کولو لپاره د مختاړي (پیشوند) په توګه کارول کېږي. 
یا په بل عبارت سایبر یعنې کمپیوټر، کمپیوټري شبکه او انټرنیټ.

لکه:
Cyber crime(سایبري جرم)
Cyber fraud(سایبري دوکه)
Cyber security(سایبري امنیت)
Cyberspace (سایبري چاپیریال)
Cyber hygiene(سایبري حفظ الصحه)

(1) Cyber crime(سایبري جرم):
هغه جرمي فعالیتونو ته ویل کېږي، چې د کمپیوټري وسایلو په کارولو سره یا د انټرنيټ له لارې ترسره کېږي.
لکه:
Hacking(هکنګ)
Fraud(دوکه او درغلي)
identity theft(د هویت غلا)

(2) Cyber fraud(سایبري دوکه):
 هغه درواغجنو عملونو ته ویل کېږي، چې انلاين ترسره کېږي؛ ترڅو افراد او سازمانونه دمالي ګټې د ترلاسه کولو په موخه وغولوي. 
لکه: جعلي ویب پاڼې، د پانګه اچونې جعلي طرحې...

(3) Cyber security(سایبري امنیت):
د کمپیوټرونو، شبکو او ډیټا د غیر مجاز(غیر قانوني) لاسرسي، بریدونو او زیانونو څخه ساتلو ته سایبري امنیت وایي.

(4) Cyberspace or Cyber world
(سایبري چاپیریال یا سايبري نړۍ):

د "سایبر سپیس" اصطلاح د مجازی چاپیریال د تشریح کولو لپاره کارول کېږي یعنې سایبر سپیس هغه مجازي فضاء ته ویل کېږي، چی د ډیجیټل ټیکنالوژیو په واسطه د اړیکو، تعاملاتو او د معلوماتو لېږد-رالېږد لپاره استعمالېږي.

(5) Cyber hygiene(سایبري حفظ الصحه):
د انلاين چاپیریال د خوندي ساتلو لپاره د ښه عادتونو او اقداماتو تمرین کولو ته ویل کېږي. لکه:
د قوي پاسورډ کارول.
سافټویر اپډیټ ساتل . 
لینکونو او ضمیمیو(attachment)سره په احتیاط کار کول.

د لاندېنيو اصطلاحاتو معنا تاسو په خپله پېدا کړئ:

Cyber war
Cyber attack
Cyber threat
Cyber warfare
Cyber defense
Cyber intelligence
Cyber incident
Cyber risk
cyber espionage
Cyber law
Cyber ethics
Cyber awareness
Cyber vulnerability
محمد ابراهیم جرئت

Related Articles

Sep 01, 2020
4,791 views

د پښو د ګرميدو علت څه شی دی؟

خبريال ويبپاڼه/ په عمومي توګه د پښو د ګرميدا علت په بدن کې د ځيني عصبنو (عصبي رشتو) ته د زيان رسيدو له امله وي.چي ډيری وخت دغه ناروغي د شکري ناروغۍ پوري هم تړاو لري. چې د پښو په ځينو برخو کې ضربه يا زخمي کيدا هم کيدای شي د پښو.د ګرميدا سبب شي. هيره...

Feb 17, 2022
1,659 views

د حیدر د ژغورنې هڅې

د افغانستان سویل زابل ولایت په قلات سیمه کې د حیدر په نامه یو ماشوم ژور څاه ته لویدلی دی. په سيمه کې يو ځایي خبريال وايي، دغه ماشوم چې شاوخوا شپږ کاله عمر لري، ۳۵ متره ژور څاه ته ورلوېدلی خو وایي دغه څاه له مخکې نړېدلی ماشوم يې په ۱۷ مترۍ کې بند پات...

Jul 08, 2020
5,072 views

زه څنګه مطالعه کوم

که مو د مطالعې چل زده نه وي له ما يې زده کړئ، د خپلې مطالعې د پيل کلونه مې په ياد دي؛ له کتاب سره به هېڅ نه بلدېدم، عنوان ته به مې یې چې وکتل لکه لوستی مې چې وي او ټکی په ټکی مې ياد وي. بس زړه به مې په کتاب نه کېناست. خو اوس داسې نه ده؛ دا سمه ده چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,981 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,190 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...