صابئین دین چی قران کی تری یادونه شوی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 04, 2023
2 years ago
1,676 views
صابئین دین چی قران کی تری یادونه شوی

دهغه دین پیروان چې په قرآن شریف 
کې ترې یادونه شوې ده ، خو  ډیر لږ خلک ترې خبر دي :

صابئین چې مندائیان هم ورته ویل کیږي  دهغه دین پیروان دي چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده او زیاتره په عراق ، سوریه او دایران د خوزستان په اهواز   کې استوګنه لري اوځانونه دحضرت یحیی علیه السلام پیروان بولي، خو دیحیی علیه السلام نه سربیره دوی پر حضرت آدم ، حضرت شیث او حضرت سام هم عقیده لري .دوی یو دینې کتاب هم لري چې (ګنزاربا ) یا ( ستره خزانه ) نومیږي.په عراق کې ددوی شمېرزیات دی . دعراق په جګړو کې د داعش له ویرې ددوی  ۷۵ زره تنه خلک مجبورشول چې له عراق نه بهرنیو هیوادونو ته ولیږدي  او اردن ، سویډن ، آسترالیا ، هالینډ ، بریتانیا ، کاناډا ، جرمني  ، ډنمارک ، دامریکي متحده ایالتونواو اندونیشیا ته لاړشي.اوس په ټولې نړۍ کې ددوی شمیر یو سل او پنځوس زرو تنو ته رسیږي .

ویل کیږي چې دوی دخدای پر وحدانیت او دقیامت په ورځ عقیده لري، خو ځیني خلک دوی دستورو عبادت کوونکي بولي .په دوی کې چې هرڅوک لوړې دیني زده کړي وکړي هغه ته (ګنزورا ) یا (ستر شیخ )وایي . ددوي ژبه مندایي ده  چې دختیزې آرامي ژبې یو ګړدود دی. همداراز هغه صابئین  چې په عراق اوسوریه کې اوسیږي دوی په عربي ژبه خبرې کوي او هغه صابئین چې دایران په خوزستان کې اوسی هغوی په فارسي ژبه هم پوهیږي .
لکه دمخه چې ورته اشاره وشوه ددوی مذهبی کتاب (ګنزا ربا) یا (ستره خزانه) نومیږي اوپه دووبرخوویشل شوی دی ،یو(ښۍ ګنزا )او بله یې  (کیڼه ګنزا) .سربېره پردې دوی  شپږ نورکتابونه هم لري لکه :۱- ادراشااد یحیی یادیحیی علیه السلام تعالیم ، ۲-قلستا (واده )،۳- انیاني ( طا  عتونه او عبادتونه  ). ۴-سید را اد نشما سا (دانسان روان )، ۵-اسفر ملوشي (نجوم ) ،۶-سیدرا اد مصوتا ( دتعمید کتاب )
په ًقران شریف کې دصابئینو ذکراو یادونه درې ځلې شوې ده : 
۱- دبقرې سورې په ۶۲ آیت کې : 
إن الذين ءامنوا و الذين هادوا و النصارى و الصابئين من ءامن باللَّه و اليوم الآخر و عمل صالحا فلهم أجرهم عند ربهم و لاخوف عليهم و لاهم يحزنون.
ددې  سپیڅلي ایت پښتو ژباړه :باور ولرئ  هرهغه څوک چې دقرآن  منونکي وي هغه که یهودیان وي ، یا عیسویان یا صا بئین چې په خدای او دآخرت په ورځ ایمان ولري  او غوره عمل وکړي دهغو اجر له رب سره دی او دهغو لپاره هیڅ ویره او غم نشته .
۲-دمائدې دسورې په ۶۹ آیت کې :  
 «إن الذين ءامنوا والذين هادوا و الصابئون و النصارى من ءامن باللَّه و اليوم الآخر و عمل صالحا فلا خوف عليهم و لاهم يحزنون
ددې سپېڅلي  أیت پښتو ژباړه : بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان او نصرانیان دي، هر چا چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمجن كېږي
۳—دحج دسورې په ۱۷ آیت کې :
 «إن الذين ءامنوا و الذين هادوا و الصابئين و النصارى و المجوس و الذين أشركوا إن اللَّه يفصل بينهم يوم القيامة إنّ اللَّه على كل شى‌ء شهيد»
دې مبارک آیت پښتوژباړه : په یقین سره هغه چا چې ایمان راووړ او هغه کسان چې یهودیان ، صائبین ،نصارا ،مجوس (اورپالونکي ) دي او دخدای سره شریک ونیسي نو خدای به دقیامت په ورځ عدالت وکړي ، بې له شکه چې الله پرهرڅه پوهیږي. 
صابئین زیاتره دسیندونو سره نږدې اوسیږي او تل ځانونه په اوبوکې وینځي او پکې غسلونه کوي .دیکشنبې په ورځ دوی معمولا په سیندونو کې غسل کوي او دایې مذهبي دود دی.ددوی لمونځونه رکوع او سجود نلري او دورځې درې وارې لمونځ کوي او په یوه کال کې (۳۴ ) ورځې روژې نیسي . ددوی ودونه معمولا سیند او اوبو ته نږدې تر سره کیږي او دواده په ورځ خاوند او میرمن یې په سیند کې لامبي .په دوی کې دښځو دطلاق رواج او دود نشته . صابئین او ددوی دیني لارښوونکي سپینې جامې اغوندي چې له کتان نه جوړی شوي دي .  زیاتره خلک یې دسرو زرو دخرڅلاو دوکانونه لري او زیاتره یې دزرګرۍ کسبونه کوي . 
ددوی دمیاشتو نومونه دادي : دولا، نونا، امرا، تورا، صلعی، سرطانا، آریا، شمبلتا، قینا، ارقوا، هیطا او گدیا.ددوی کالښود او جنتري د حضرت آدم علیه السلام   یا دانسان دخلقت نه پیل کیږي او دوی هرکال دحضرت آدم علیه السلام دخلقت کالېزه هم لمانځي او په دې انددي چې له  هغه وخته تر اوسه پورې ۴۴۵۳۹۳ کلونه تیرشوي دي.

دا و دصابئینو  په اړه لنډ معلومات ، هیله ده چې خوښ مو شي .
(یاد)
--------------------------------------------------------------------------
په دې لېکنه کې مې له لاندنیو سرچینواو منابعو  نه ګټه اخیستې ده :
۱- دبریتانیکا دایرةالمعارف، په انګریزي ژبه  ،Mandaeans
۲-Encyclopedia iranica, ttps://www.iranicaonline.org/articles/mandaeans 
3- قرآن مجید  دبقره ، مائده او حج سورتونه .

Related Articles

Jun 01, 2022
1,463 views

د جوواني بوکاچیو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې هم د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، ددې ستر لیکوال له نوم سره به حتما مخ کېږو. نوموړی د نړۍ، بیا د اروپا او په ځانګړې توګه د ایټالیې یو ستر فرهنګي شخصیت او ليکوال دی. تاسو به پدې لیکنه کې نوموړی وپېژنئ.  مهم معلومات  •...

Dec 17, 2022
1,732 views

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري!

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري! ۱:- مادي تمدون: د بشر په تاریخ کي د مادي تمدون څپرکۍ په لومړي ځل مسلمانانو د اندلُس (اوسنۍ هسپانیا) په سپین ښار کي خلاص کړ، چي د قرطبې، زهراء، اشبیلیه ماڼۍ د مسلمانانو د هماغه وخت د تمدو...

Apr 22, 2022
2,446 views

د قدر شپه څه وخت ده؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د قدر شپه څه وخت ده؟    د قدر شپه یعنې هغه فرصت چې اللهﷻ د خپل فضیلت او لورینې له امله د خپلو بندګانو د ګناهونو او بښنې لپاره ورکړی دی، تر څو دوی په دغې مبارکې شپې کې عبادت وکړي او ګناهونه یې وبښل شي. موږ په نننۍ لی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,415 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,070 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,817 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...