To start downloading books

Please sign in or create an account.

الظواهري څوک و او څنګه ووژل شو؟

الظواهري څوک و او څنګه ووژل شو؟

د یکشنبې پر سهار د کابل شېرپور سیمه کې پر یوه کور د مزایل برید سره سم پر خواله رسنیو د دې برید د نوعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شول.

طالبانو په لومړي سره کې وویل چې هلته پر یوه تش کور راکټي برید شوی او مرګژوبله نه لري.
خو پر خواله رسنیو داسې ګنګوسې وې چې ګواکې دا یو ډرون برید و او د امریکا لخوا ترسره شوی دی.
یو شمېر پخوانیو افغان امنیتي‌ چارواکو او خبریالانو هم د ډرون برید خبره کوله او په دې ګومان وو چې ګواکې امریکا کابل کې د داعش ډلې وسلوال په نښه کړي‌ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته پر خپل ټوېټر ومنله چې امریکا کابل کې ډرون برید کړی او د ده په ټکو د دوحې تړون یې مات کړی دی.
افغانستان او اروپا کې د دوشنبې تر شپې ناوخته لا هم روښانه نه وه چې د برید هدف څوک و.
خو بلاخره یو شمېر باوري رسنیو بېړنی خبر ورکړ چې دې برید کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
څو ساعته وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن سپینه ماڼۍ کې د رسنیو مخې ته راڅرګند شو او د امریکا ډرون برید کې د الظواهري وژنه یې تائید کړه.
خو د ولسمشر بایډن په وینا کې هم ځینې هغه مهمې پوښتنې ځواب نشوې چې د نړۍ په لر او بر کې یې خبریالان، شنونکي او عام خلک کوي.‌

ایا طالبان له دې هر څه خبر وو؟
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته په خپل ټویټ کې دا نه ده روښانه کړې چې د امریکا ډرون برید کې څوک په نښه شوي.
ولسمشر جو بایډن هم خپله وینا کې د طالبانو نوم وانخیست او دا یې هم ونه ویل چې ایا دا ډله کابل کې د القاعدې د مشر پر شتون خبره وه که نه.
خو یو جګپوړي امریکایي چارواکي د ولسمشر بایډن له وینا وړاندې رسنیو سره په دې اړه ځینې جزئیات شریک کړي.
د دې چارواکي په وینا، الظواهري کابل د یو داسې کس په کور کې اوسېده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ته نږدې کس بلل کېږي.
دې چارواکي همدا راز ادعا کړې چې له برید وروسته طالبانو پر دې پېښه د پردې اچولو لپاره د الظواهري مړی له ځان سره وړی او د هغه د کورنۍ غړي یې هم بل ځای ته لېږدولي‌ دي.
یاد چارواکی وایي، له دې پېښې داسې ښکاري چې طالبانو کې ځینې کسان د الظواهري‌ پر شتون خبر وو او مرسته یې ورسره کوله.
طالبانو دې څرګندونو ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې تل ټینګار کړی چې د القاعدې شبکې غړي په افغانستان کې نشته.
خو دا پوښتنه مهمه ده چې څنګه د نړۍ یو تر ټولو مطلوب کس او د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې مشر وتوانېد چې کابل ته لاړ شي او هلته په یوه مشهوره سیمه کې په یوه لوی کور کې له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.

امریکا د الظواهري ځای څنګه مالوم کړ؟
ګڼو رسنیو خبر ورکړی چې دا برید د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) لخوا ترسره شوی دی.
ولسمشر بایډن هم خپله وینا کې د امریکا د استخباراتي‌ ادارو مننه وکړه چې په بریالیتوب سره یې یو مهم هدف په نښه او له منځه یووړ.
نوموړي دا هم وویل چې امریکا څو میاشتې مخکې خبره وه چې د القاعدې مشر کابل ته کوچېدلی او هلته له خپلې مېرمنې، لور او لمسیانو سره په یوه کور کې اوسي.
دلته مهمه پوښتنه دا ده چې امریکا د ایمن الظواهري ځای څنګه مالوم کړ او دې برخه کې چا ورسره استخباراتي‌مرسته کړې وه.
د یادولو ده چې امریکا د تېر کال اګست میاشتې راهیسې افغانستان کې هېڅ ډول پوځي حضور نه لري او له کابله یې خپل سفارت هم دوحې ته لېږدولی دی.
نو په دې اړه اټکل ګران دی چې له امریکا سره به د دې برید په پلانولو او عملي کولو کې چا مرسته کړې وي.
طالبانو رسماً دا برید غندلی، نو ځکه نشي ویل کېدای چې یادې ډلې به دې برخه کې پخپله امریکایانو سره کومه مرسته کړې وي.
خو پر خواله رسنیو وار د مخه ځینې ګنګوسې یا په بله معنا د توطئې تیورۍ رامخې ته شوي دي.
ځینې کسان په دې باور دي چې ښایي پاکستان امریکا ته د الظواهري د ځای ځایګي‌ په اړه مالومات ورکړي وي.
د دې کسانو په وینا، اسلام اباد د دې مالوماتو په بلد کې له واشنګټن غواړي‌ چې د پیسو له نړیوال صندوقه د پور ترلاسه کولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.‌


د امریکا او طالبانو اړیکې به څنګه شي؟
د دې برید په اړه د ولسمشر جو بایډن په وینا کې تر ټولو د پام وړ خبره هغه وه چې نوموړي هېڅ ونکړه - او هغه دا چې په دې ټوله چاره کې د طالبانو رول څه و؟
ډېری خلک دا پوښتنه کوي‌ چې که طالبانو د القاعدې مشر ته په پټه پناه ورکړې وه نو اوس به د دې ډلې او امریکا اړیکي‌ څنګه کېږي.
یو جګپوړي امریکایي چارواکي که څه هم طالبان د القاعدې مشر ته په پناه ورکولو تورن نه کړل، خو ګومان یې وښود چې ګواکې طالبانو کې ځینې کسان خبر وو چې الظواهري کابل کې دی.
دې چارواکي رسنیو ته ویلي، دا پېښه، یعنی د افغانستان پر خاوره د القاعدې شتون له دوحې تړونه سرغړونه ده او امریکا به دې برخه کې طالبانو سره حساب کوي.
دلته یو بل مهم ټکی باید یاد شي - طالبانو که څه هم افغانستان کې د القاعدې د شتون په اړه رپوټونه تل رد کړي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا په دوی (طالبانو) پورې اړه لري‌ چې چا ته افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورکوي.
نوموړي هغه مهال ویلي وو، د دوحې تړون کې یوازې دا ژمنه شوې ده چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
له دې څرګندېږي چې امریکا او طالبان د دوحې تړون د دې مهمې مادې په اړه جلا تفسیر او دریځونه لري.
دا برید داسې مهال کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال بشپړېدونکی دی او یادې ډلې دې موده کې له امریکا سره پر ګڼو موضوعاتو مذاکرات روان ساتلي‌دي.
دې لړ کې یوه تر ټولو مهمه موضوع په امریکا کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ده، هغه میلیاردونه ډالر چې طالبان یې غوښتنه کوي‌ همدا تېره اوونۍ یې په دې اړه له امریکایي‌ دیپلوماتانو سره خبرې اترې هم شوې وې.

د القاعدې راتلونکی به څه وي؟
اسامه بن لادن که څه هم یو کرېزماتیک کس او د القاعدې شبکې څېره بلل کېده، خو ایمن الظواهري هغه څوک و چې د پردې تر شا یې د دې ډلې د 'مغز' رول درلود.
نوموړي د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د القاعدې شبکې غځولو کې مهم رول درلود، او ځینې خو ان په دې باور دي چې پر امریکا د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو اصلي‌ طراح هم دی و.‌
نوموړي له افغان طالبانو سره هم نږدې اړیکې درلودې او د دې ډلې تر سیوري‌ لاندې یې افغانستان کې وخت هم تېر کړی و.
د نوموړي‌ وژنه بې له شکه چې د القاعدې لپاره یوه لویه ضربه ده، ځکه دی د دې شبکې د بنسټ اېښودونکو کسانو په ډله کې و.
ځینې شنونکي په دې باور دي‌ چې د القاعدې یو بل مهم غړی 'سیف العدل' ښایي اوس د دې شبکې مشر ونومول شي.
سیف العدل په خټه مصرۍ دی او پخوا یې. مصر په پوځ کې دنده هم ترسره کړې ده.
د نوموړي په اړه ویل کېږي چې یو سخت دریځه کس دی او په تېر کې یې ګڼو هېوادونو کې پر امریکایي پوځ او سفارتونه بریدونو کې لاس درلود.
پوښتنه دا ده چې ایا د القاعدې راتلونکی مشر به وتوانېږي چې دا شبکه فعاله او یو موټی وساتي، ځکه ان د الظواهري د ژوند په وروستیو کلونو کې هم دا شبکه ډېره فعاله نه وه او خپل پخوانی برم او حیثیت یې له لاسه ورکړی و.
ان د نړیوالو لپاره هم اوس ښایي‌ القاعده اوس ډېره مطرح نه وي،‌ ځکه د داعش په څېر ډلې په تېرو څو کلونو کې د القاعدې ځای نیولی او لویدیځې نړۍ ته په لوی ګواښ بدله شوې.
ب.ب.س

Related Articles

د یو ښه رنځپوه ځانګړتیاوې

 دیوښه رنځپوه ځانګړتیاوې لیکنه-وړانګه اکبرد ذده کړیالۍ له لومړۍ ورځې څخه د یو رنځپوه په مسلک پورې اړوند د خلکو، قانون او همکارانو له خوا ځینې مسؤلیتونه شته چې د رنځپوه له کاري ژوند سره دوام لري.ناروغان د رنځپوه له فکري او فني پوهې څخه پرته نور ډېر څه چې یو رنځپوه یې باید ولري غواړي. د یو رنځپوه ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:په خپل مسلک کې پوهه ولريکه...

دڅوژبې د زده کړې ګټې

لیکوال: اسمعیل معصوم دنورو ژبو دزده کړې ګټې   په نني دور کې د نورو مسلکونو دزده کړې ترڅنګ د یوې دویمې یادیوې بلې ژبې زده کول دپخوا په نسبت ډیر شوي دي. داچې ولې خلک یوه دویمه یا  دخپلې ژبې ترڅنګ یوه بله ژبه زده کوي غواړم په دغه لیکنه کې يې په اړه مستند ځوابونه در سره شریک کړم. باید یادونه وکړم چې دیوې دویمې یا د بلې ژبې  دزده کولو لپاره کالونه ک...

د پښو د ګرميدو علت څه شی دی؟

خبريال ويبپاڼه/ په عمومي توګه د پښو د ګرميدا علت په بدن کې د ځيني عصبنو (عصبي رشتو) ته د زيان رسيدو له امله وي.چي ډيری وخت دغه ناروغي د شکري ناروغۍ پوري هم تړاو لري. چې د پښو په ځينو برخو کې ضربه يا زخمي کيدا هم کيدای شي د پښو.د ګرميدا سبب شي. هيره دې نه وي چې په دغه مقاله کي د پښو د ګرميدا په اړه څو لنډ مواريد مو راټول کړي دي. که څه هم د پښو د ګ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...