نو دوی باید څه وکړي
ژباړه: معتصم بالله شاهد
3K
Views
713
Downloads
677.94 KB
Size
About this book
پۀ دې تورتم کې سخ د هغو مؤمنانو پۀ حال
چې لکه شمع پر سر چتر د رڼا ونیسي
پسرلی
استاد معتصم شاهد لۀ وخته پر فېسبوک را سره ملګری دی، د ادبیاتو د پوهنځي استاد دی. موده وړاندې یې د (ښکلا پېژندنه) تر عنؤان لاندې یؤ کتاب پۀ پي ډي اېف بڼه خپور کړ، زما خیال چې دا به پۀ پښتو ژبه یؤ نا آشنا عنؤان وي، جمالیات.
اوس یې تازه پۀ تازه د Leo Tolstoy اثر چې پۀ ۱۸۶۰ مو کلونو کې لیکل شؤی اؤ سمدستي پر انګلیسي د (What then must we do?) تر نامۀ لاندې ژباړل شؤی، پر پښتو ژباړلی دی. تر دې وړاندې ډاکټر لطیف بهاند د ټالسټی (War & Peace) غالبا پۀ پنځو ټوکونو کې لۀ روسي ژبې پښتو ته ژباړلی دی.
ټالسټی یؤ پراګراماټیک اؤ د ځمکې د ساحې لیکؤال دی، د لېکنې مشهور تیمونه (ځؤاني، مرګ، غربت، مینه اؤ ...) یې د عملي ژؤند دي اؤ آسانه دی چې ولؤستل شي. که څۀ هم ګڼو روسي سیاسي چارؤاکو لۀ دۀ کرکه لرله؛ خو لېنن ترې متأثره ؤ اؤ دی یې د روشین انقلاب هنداره اؤ یؤ عظیم هنرمند بالۀ چې د روسیې یؤ شفاف تصؤیر یې پۀ لېکنو کې پروت دی. نۀ پوهېږم، برداشتونه مختلف دي. There is no fact but interpretations
څنګه هغه څوک چې د چا تر رهبرۍ لاندې پنځوس لکه خلک خاؤرې وخوري؛ لۀ ټالسټی سره مینه لرلی شي؟ ټالسټی یؤ لۀ لومړنیو خلکو څخه دی چې د عدم تشدد (Non-Violent resistence) فلسفه اؤ سټراټيژي یې پۀ لېکنو کې لکه د نیمې ورځې لمر ښکاري. مهاتما ګاندي اؤ مارتین لوتر پۀ ژؤره توګه لۀ ټالسټی متأثره دي اؤ د ګاندي د عدم تشدد فلسفه اؤ سټراټیژي د ټالسټی د عدم تشدد د سلسلې دؤام اؤ پرمختیا ده.
د ټالسټی لومړنۍ لېکنه (ماشومتوب Childhood) ده چې یؤ لۀ ناسټلجیکو فکشنونو څخه ده.
د استاد ژباړه پۀ دوو لاملونو پۀ ښو لؤستلو ارزي: یؤ دا چې استاد د ادبیاتو مسلکي دی، باؤري یم چې ژباړه به یې زموږ تر تؤقع پورته وي؛ کمه به نۀ وي، لکه پخؤانی تألیف (ښکلا پېژندنه) یې. دؤهم دا چې کتاب د کوم Trendy لیکؤال بریان ټرېسي، روبین شرما اؤ ... نۀ دی، د نړۍ د فرسټ کلاس د لیکؤالو لۀ جملې څخه دی چې واقعا مو د مطالعې تنده در ماتؤي!
استاد ته د دې اثر د تکمیل ډېره ډېره مبارکي وایم، خدای دې یې موږ ته د ښو لؤستو تؤفیق راکړي! خوشال پۀ دې یم چې اوس هم یؤ څوک شته چې د لارې د سر لۀ دوړو ور آخؤا هم یؤ څۀ ژباړي اؤ فقط د خؤارې پښتو د ښۀ خدمت پۀ نیت. کور دې ودان استاده!
بلال بابکرخیل
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
د ګلپاڼو اتڼ
کندهاري معماران
Practical Guid to Common Medical Problem
محسن تفسیر - (۱۰۹) - د کافرون سورت
د افغانستان لنډ تاریخ
د ارتباطاتو مديريت د اول سميستر سوالونه او ځوابونه
د کامیابۍ په لور
Abbreviations and idioms
Tzkira Da Sahaba....100 Nazmoona تذکرہ دَ صحابہؓ ن...
د بدعاتونه کرکه وکه
نا پایه زخم ناول
د احصائیې اساسات
ژبه له باباادمه تر دې دمه
ژوندون شماره ۳۷ و ۳۸
آرکاییسم
Philosophy-of-Biology-A-Contemporary-Introduction
رهنمود PBL در افغانستان
Dry Apricot Manual
ملتونه ولې ماتېږي؟