Ghar Ghunde
Dr Ihsan Zaheer Afridi
2K
Views
855
Downloads
27.63 MB
Size
About this book
پېژندګلو
ډاکټر احسان ظهیر افریدی زوی د عبد الاعظم نمسۍ د سید احمد په قام کوکي خپل افریدۍ پښتون افغان، په کال ١٩٤٠ کښې په ټېډي بازار جمرود خیبر کښې زېږېدلې دې دڅلورم پينځم ټولگي نه د شاعرۍ سره پاخه اړیکي لري.
په کال ٦٤-١٩٦٣ کښې د اسلاميه کالج پېښور د خېبر یونین صدر پاتې دی.
ټولنیزه انسان پیژندنه (social Anthropology او اروا درملنه Psycho Therapy دواړو کښې يې د ولایت د سترو پوهنتونونو نه د ډاکټرۍ ډگريانې اخستې دي. د کولمبيا ميسوري امريکه نه ئې په مديريت او پرمختيايي لوستنو کښې MS (Management in Development Studies) کړي دي. د کال ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۹ پورې د UNDP له اړخه د هېواد د استازي (Country Representative) په توگه څه موده ې د NIPA د مشر ښودونکي (Senior instructor ) په حيث خدمات تر سره کړي دي.
د پېښور پوهنتون گڼ شمېر د ډاکټرۍ سبقيانو ته يې لارښودنه کړې ده. دپېښور پوهنتون د پروفېسرۍ او د شمالي سیمو د اېډیشنل سکتر چوکۍ ورته وړاندې شوې دي خو په کورني وجوهاتو یې نه دي قبولې کړي.
د اولسي ادبي جرگې لواړگي (څانگې سره دنورو گڼ شمېر ټولنو په تنقيدي غونډو کښې ې په مودو مودو ناسته او زدکړه کړې ده. حمزه، همېش، اجمل، طوفان، کامل، ناظر، خاطر خیبر او قیوم کوثر غوندې صاحبانو سره ورته د ملگرتيا ناستې ولاړې او نزدیکت شرف هم حاصل دی. د کال ١٩٦٠ خواوشا د پاکستان رائټز گلډ غړۍ جوړ شه او د خپلې صوبې په نمائندگۍ د اردو د فيض قتیل او نورو لوړو لیکوالانو سره یې هم په شریکه کار کړی دی.
د ښاغلي ظهیر د شاعرۍ موضوعات علامات تشبیهات، کنایات، ژبه، رنگ روغن بېخي ځانگړۍ، خوږ او اثري دې قامیت مقامیت، انسان دوستي او ترقي پسندي ئې د خوښې سرخطونه دي. اندازې فلسفیانه، منطقي او مدلل ښکاري. کله کله دومره رندانه شوخ شي چې په لوستونکو غوني لشي لشي کړي او د ځینو ټولنیزو کردارونو داسې بې نشي جراحي وکړي چې هغه په ځان خبرېږي کار شوی وي آزاد خیالي او شعله بياني د دوي د شعر لويه خاصه ده.
په درٍناوي
ډاکټر اباسین یوسفزﮮ
رېښمینه مانی د پوهنتون، لاره پېښور پښتونخوا
۲۰ - جنوری – ۲۰۲۵
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
د ماښامونو ډیوه
پروژه ژنوم انسان
پيغام اول
د یوویشتمي پیړۍ تجارت
په سمندرکي دملغلرولټون
javaScript
Introducing ASP.NET Web Pages 2
یادداشتها در تاریخ صنایع افغانستان
ویاړلي - ۹
په شلمه سدۍ کې د افغانستان هنر
د سیدمخدوم رهین د قضاوت په تله کې (لومړۍ برخه)
پښتو دويم ټولګی
اروایي خوښي او بدني ځواک
د سرور کاينات حضرت محمد مصطفی (ص) ۹۹ حديثونه
ترجمه وتفسیر سوره سباء
Architecture, Form, Space and Order
بختیالۍ
دانسان په بدن کي دقرآن کريم علمي معجزې
د اقصی طوفان څلورمه برخه ١٠٠ ورځی