To start downloading books

Please sign in or create an account.

پر «بدرنګه ناول» لنډه کره‌ کتنه

پر «بدرنګه ناول» لنډه کره‌ کتنه

لارښود استاد: پوهنمل مصطفی صفا

لیکنه: قیصر احمد وفادار

د ناول تعریف

ناول د ایټالوي ژبې له ناوله Novela  له کلیمي‌ څخه اخیستل شوې ده. د نوي، عجیبه او تازه په معنا ده او په اصطلاح کې ناول د کیسې یو نوی، پرمختللی شکل دی چې په نثر کې بیان شوی وي او یو څو خیالي پیښې پکې ښودل شوې وي، چې د ریښتیاتوب ګمان پرې کیدای شي.

بدرنګه ناول

دا بدرنګه ناول سید ادریس سادات لیکلی چې یو کرکټر محوره ناول دی.

کرکټر محوره ناول هغه ناول دی چې د داستان له پیښو څخه د  داستان د کرکټر د حالات او خاصیت بیان په کې پاملرنه شوي وي. 

   د لید او بیان زاویه يې

دا ناول (بدرنګه چې سید ادریس سادات لیکلی) د متکلم یا لومړي شخص (زه یا مونږ) له زاويې څخه لیکل شوي لکه:

زه هم خپلې کیږدۍ ته راغلم، لمونځ مې وکړ، حمیرا له غوټي پخوانۍ مالټي کومي چې يې د غرمۍ د لمانځه پروخت شکولي وي راوستي.

خوند يي وکړ یاره…

ځینې مالټې پکې سري هم وي حمیرا وویل: ته خبر يې هنري؟

ما وویل: د څه نه؟

کرکټر

کرکټر په داستاني ادبیاتو کې هغه چا ته ویل کیږي چې پیښې زیږوي او یا پيښي ورڅخه زیږیږي کرکټر اتل، هیرو او قهرمان بلل کیږي.

په بدرنګه ناول کې مرکزي (هنري) په نامه یو هلک ده په دي ناول کې متخاصم کرکټر ظالمان دي چې د ناول له مرکزي کرکټر څخه د هغه معشوقه او کورنۍ اخلي د جوړښت له مخې د دې ناول کرکټرونه پیچلي دي.

صحنه او منظر کشي

منظر کشي: د ناول د کيسې پیښه یا پیښې چې په کوم زمان او مکان کې پیښیږي د هغه ځای وخت وړاندې کولو ته منظر کشي وايي.

منظر کشي په دوه ډوله ده  ۱- ساکنه منظر کشي        ۲- متحرکه منظر کشي

ساکنه منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په ولاړ او ساکت حالت کې بیانیږي.

متحرکه منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په خوځند او متحرک حالت کې بیانیږي.

د دغه ناول بدرنګه چې سید ادریس سادات لیکلي په متحرکه منظرکشي لري.

تلوسه

تلوسه په داستان کې لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکي له پوښتنو، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجو سره مخ کوي او احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستانونه ولولي او په هغه کې خپلي پوښتني ځواب او د خپل ذهن لپاره سکون ومومي.

خو په دغه ناول بدرنګه چې سید ادریس سادات لیکلي دی تلوسه يي په لومړیو کې کمزوري په منځ او پای کې تلوسه ډیره پیاوړي ده. چې په لاندې مثال کې راغلی ده.

له هغي خوا ځواب راغي څه څه……….!

هغه نه وی هنري! ب ب ب ب ت بابت

اړیکه قطع شوه بار بار مې د اړيکي د وصل کولو هڅه کوله.

مګر نه وصل کیده، یو ځل وصل شوه.

د کوچني ماشوم غږ وو وی ویل…

ماما جانه مور مې زه دنیا ته یتیم راوستي یم، زه په کور کې هیڅوک هم نه لرم…

مور جانه ولویده هله ماما

کله چې یتیم هلک وویل ماما مورجانه مې ولویده په دې ځای کې تلوسه پیداکیږي چې مورجانه بیا بیرته په ست راغله کنه نو د دې لپاره د سید ادریس سادات بدرنګه ناول وګورئ او په کیسه ځان خبر کړئ.

Related Book Summaries

د «مرګ په څو دی؟» کتاب اړوند زما یو څو لنډې خبرې

«یو غیرمسلکي سندرغاړی باید له تشنابه پرته په بل کوم ځای کې سندرې ونه بولي.»نه مې په زړه کېږي، چې ما دې کله پر کوم کتاب باندې داسې تېز لیکل کړي وي؛ خو دا یو څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو یوه کتاب ته...

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په نړۍ کې هر انسان ځانګړی دی، حتمن څۀ نا څۀ منفرد لري؛ نو ځینې ورته متوجه شي او...

له کرکې، کرکه

د کتاب لیکوال: ولي الله ملکزي  لیکنه؛ عبدالباري جهاني   د پورتني عنوان لاندې کتاب له لیکوال، ولي الله ملکزي له قلم او لیکوالۍ سره له ډیرې مودې آشنا یم؛ او له ده سره شخصاً له څه باندي یوه کال راهیسي...

شين ټاغی

شين ټاغی ناول د تکړه داستان ليکونکي سعد الدين شپون يو له بهترينو ناولونو څخه ده. دغه ناول په ۱۳۷۷ش /۱۹۹۸م کال چاپ شوی، په لنډ ډول غواړم، د ناول په کېسه، پلاټ او منظرکشي باندي رڼا واچوم. د ناول...

هېڅکله مه تسلیمېږه

*"هېڅکله مه تسلیمېږه"* د انګلیسی کتاب "Never Give up" څخه ژباړل شوی چی له سوک لي او باب سانګ لخوا لیکل شوی دی. د دغه کتاب موخه دا ده تر څو له خبرونو، لیکنو، عامو نظرونو، ټلویزیوني مرکو او داسې نورو س...