د "محمد اشرف غني" لنډ ژوندلیک!

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 19, 2021
4 years ago
6,295 views
د "محمد اشرف غني" لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د مطرحو سیاسی او اقتصادي څېرو په نوملړ کې د افغانستان د ولسمشر "محمد اشرف غني" نوم هم د ځانګړي مقام درلودونکی دی. د نړۍ اکثره اقتصادي او سیاسي څېرې ورته د نوموړي پوهې، ذکاوت او طرحو ته په کتو ډېر درنښت او احترام لري. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي د ژوند، کورنۍ، زده کړو او نورو فعالیتونو په اړه پوه شئ. 

 

پیدايښت او کورنۍ 

د ولسمشر بشپړ نوم "محمد اشرف غني احمدزی" دی. نوموړي د "۱۳۲۸" لمریز کال د ثور په نهه ويشتمه نېټه د لوګر ولایت په یوه دینداره او روښانفکره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. اوسمهال دوه اولادونه لري، چې یو یې هلک او بله یې نجلۍ ده. لور یې "مریم غني" او زوی یې "طارق غني" نومېږي. همدارنګه د هېواد د لومړۍ مېرمنې نوم "رولا غني" دی. هېره دې نه وي، چې د "حشمت غني" په نوم یو ورور هم لري او د پلار په هکله یې باید ووایو، چې په شاهي دوره کې یې په لوړو دولتي مقامونو کې دندې ترسره کړي دي. 

 

زدکړې 

ولسمشر خپلې لومړنۍ زده کړې په لوګر ولایت کې ترسره کړي دي. خو د لیسې دوره یې په کابل کې بشپړه کړې او له حبیبیه لیسې څخه فارغ شوی. له فراغت وروسته د لا ډېرو زده کړو په موخه لبنان ته ولاړ. هلته یې د بیروت په امریکايي پوهنتون کې زده کړې وکړې. ویې کولای شول، چې په لوړو نمرو د لیسانس او ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي؛ البته نوموړي د خپل لیسانس او ماسټرۍ دورې یې د سیاسي علومو په برخه کې بشپړې کړي دي.

په "۱۳۵۶ل" کال کې یې وکولای شول د امریکا متحده ایالاتو تحصیلي بورسیه ترلاسه کړي. په دې توګه یې خپله دویمه ماسټري د نړېوالو اړیکو په برخه کې بشپړه کړه. البته دا دوره یې د کلمبیا په پوهنتون کې تېره کړه. ورپسې یې په همدې پوهنتون کې د انسان پېژندنې دوکتورا وکړه. باید یادونه وکړو، چې له خپلې دویمې ماسټرۍ او دوکتورا وړاندې (په "۱۳۵۳ل") کال کې د کابل پوهنتون اجتماعي علومو پوهنځي د انسان پېژندنې په څانګه کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کوله.

د "۲۰۰۷ او ۲۰۰۸م" کلونو ترمنځ یې د کاناډا له ګولف او د امریکا له اسکرانتن پوهنتونونو څخه یې افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړي دي. همدرانګه د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د سیرة النبي یو کلنه دروه هم کړې ده.

 

نور مهم معلومات 

  • د ډنمارک په اورهوس، د امریکا په بریکلي او جانرهاپکنز پوهنتونونو کې یې د استادۍ سپېڅلې دندې ترسره کړي دي.
  • د شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې یې د کورنۍ اکثره غړي بندیان شول، نو ولسمشر په امریکا کې ژوند غوره کړ.
  • په نړېوال بانک کې یې یوولس کاله د ارشد مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده.
  • شاوخوا پنځه کاله یې په چین، هند او روسیه کې د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې اغېزناک کار وکړ. 
  • په نړېوال بانک کې د خپلې دندې پرمهال د رهبرۍ مختلفې زده کړیزې دورې هم بشپړې کړي دي.
  • کله چې د تالبانو نظام ړنګ شو، ولسشمر د افغانستان لپاره د نړېوالې ټولنې د استازي ارشد مشاور وټاکل شو.
  • په "۲۰۰۲م" کال کې یې د مالیې وزارت مسولیت په غاړه واخیست. په دې دنده کې ډېر بریالی و او د آسیايي هېوادونو د مالیې وزیرانو په نوملړ کې غوره مقام ترلاسه کړ.
  • محمد اشرف غني د اسلام، د ښځو حقوق او اجتماعي عدالت، حکومتولۍ او ګڼو نورو برخو کې سلګونه مقالي او علمي آثار لیکلي دي.
  • مخکیني ولسمشر حامد کرزي به په لویو نړېوالو او ملي مسئلو کې له نوموړي سره هم مشورې کولې او نظرونه به یې اخیستل.
  • له خارجي ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیت د انتقال پروسه یې په بریالۍ توګه بشپړه کړه.
  • په "۲۰۰۶م" کال کې د نړېوالې ټولنې مشرۍ ته کاندید شو. د نوموړي په اړه کارلوس پسکوال داسې نظر ورکړی و:"د غني وړتيا، عقل او ځانګړی ظرفیت ددې سبب کېږي، چې له کوفي عنان وروسته دې د نړېوالې ټولنې مشر شي."

Related Articles

Mar 24, 2022
3,412 views

د پرمختګ راز

څنګه کولی شو چی پرمختګ وکړو او خپل ژوند جوړ کړو؟ (بریالی شخصیتونه مختلفه کارونه نه ترسره کوی بلکی کارونه په مختلفو بڼو ترسره کوی) د ژوند جوړول او پرمختګ کول دا مانا چې ته خپل شخصیت او خپل ژوند ته د قدر په نظر ګوری. دا هغه لومړنی ګام دی چې تا ته دا...

Feb 25, 2021
3,175 views

د ماشومانو سالمه روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ماشومان زموږ او ستاسو د ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي. د نن ماشومان د سبا لویان دي؛ یعنې که نن دوی سم وروزل شول، نو پرته له شکه چې راتلونکي نسلونه به مو آرام او سوکاله ژوند ولري. خو له بده مرغه اکثره کورنۍ پر دې نه پوهېږي، چې د ماشوم...

Jul 23, 2020
2,430 views

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې او خېټې په سرطان د اخته کېدو خطر زياتوي. د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په بوسټن پوهنتون کې په يوه څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده، چې د غاښونو بورس کول نه يواز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...